ایران او ارمنستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
(last modified Sun, 10 Mar 2024 00:39:26 GMT )
Mar 10, 2024 05:09 Asia/Kabul
  • ایران او ارمنستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د ارمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له یوه بل سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پرون په تهران کې د ارمنستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر واهان ګوستانیان سره په کتنه کې، ارمنستان ته د خپل سفر او د دغه هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د ښو ملاقاتونو او خبرو اترو په یادونې سره، په ​​بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، علمي او کلتوري برخو کې د همکاریو پر پراختیا او ودې ټینګار وکړ.

د ایران د ډیپلوماټیکې برخې مشر له ارمنستان سره د ګاونډیتوب د هر اړخیزو اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو په ګټه او په سیمه کې د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنو څخه پرته د سولې، ثبات او دایمي امنیت د ټینګښت په مانا وبلله.

په دغه کتنه کې د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال هم له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې ارمنستان له ایران سره د اړیکو پراختیا او ودې ته ځانګړی اهمیت ورکوي او هغه د سیمې د ثبات او امنیت لپاره ګټور ګڼي.