د کاسازر پروژې عملي چارې په پسرلي کې پيلېږي
Mar 10, 2024 00:50 Asia/Kabul
په افغانستان کې د کاسا زر پروژې عملي چارې، چې د منځنۍ آسیا برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي، په پسرلي کې پيلېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې د دې خبر په خپرولو سره لیکلي چې د دې پروژې د عملي چارو د پيلېدو موافقه د جمعې په ورځ د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
پر دې پروژې چې تمه وه چارې یې د جمهوري نظام په وخت کې بشپړې شي، تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت راځي، چې لویه برخه یې نړیوال بانک پر غاړه اخیستې ده.
د دې پروژې له مخې د قرغیزستان او تاجکستان ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان او بیا پاکستان ته انتقالېږي.
ټیګونه