-
ریاض له تهران سره د اړیکو بیا پیلولو ته چمتو دی
Mar 13, 2023 04:06د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وویل: ریاض له تهران سره د اړیکو بیا پیلولو او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره کتنې ته چمتو دی.
-
په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی
Mar 13, 2023 02:58په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیات شوی دی.
-
د ایټالیا په سواحلو کې لسګونه افغان کډوال وژغورل شول
Mar 13, 2023 02:22د ايټاليا ساحلي ګارد د دغه هېواد په سواحلو کې د سلګونه افغان کډوالو د ژغورنې خبر ورکړ.
-
په مزار شریف کې ځان مرګی برید بیا د کابو دیرشو کسانو وینه وبهوله.
Mar 11, 2023 11:44په دا وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان د کابل پشمول په ډيرو سیمو کې داعشیانو د شوو غمیزو او چاودنو پړه په غاړه اخستې ده .دوه ورځې مخکې هم د بلخ ولایت په دفتر کې په زوروې چاودنې کې د والی پشمول یو شمیر کسان وژل شوي وو. چې پړه ئې داعشیانو په غاړه اخستې ده .
-
د ایټالیا په سمندر کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د ۹۱ افغانانو هویت تائید شوی
Mar 10, 2023 12:14په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، دایټالیا په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو افغان کډوالو هویت تائید شوی چې تر دا مهاله یې د ۴۸ افغانانو جسدونه پيژندل شوي دي.
-
اسرائیل د پاشلتیا په لور روان دی
Mar 10, 2023 12:12د صهیونیستي رژیم مشر ویلي چي اسرائیل د پاشلتیا یوې نه استنېدونکې مرحلې ته ورنیږدې شوی دی.
-
لوېدیځ ایران د یو ایټمې هیواد په توګه منلی دی
Mar 10, 2023 12:04د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمې سازمان مشر د دې په بیانولو چي لوېدیځو هیوادونو نن سبا ایران د یوه ایټمي هیواد په توګه منلي دي، په ټینګار سره وویل: ډیپلماسي د ایران په وړاندې د لوېدیځ یوازنی انتخاب دی.
-
د اینسټکس د ځانګړې مالې چېنل بندولو ته د ایران غبرګون
Mar 10, 2023 12:03اروپایي هیوادونو د امریکې د بندیزونو څخه د خلاصون په موخه د مالي راکړو ورکړو لپاره د اینسټکس ځانګړې مالې چېنل جوړ کړی وو څو له دې لارې ایران سره د سوداګریو زمینه برابره شي خو دا طرحه هیڅکله عملي نه شوه.
-
د بلخ د والي پر دفتر ځانمرګی برید د افغانستان د بې ثباته کولو په موخه شوی دی
Mar 10, 2023 10:38په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د بلخ ولایت پر دفتر ځانمرګی برید او د مولوي محمد داوود مزمل وژنه په کلکو ټکو وغندله او دا ډول کړنې یې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې يي وبللي.
-
د ایران خارجه وزیر سوریې ته ستون شو
Mar 09, 2023 09:32د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوري چارواکو سره د خبرو اترو په موخه دمشق ته راهي شو.