ریاض له تهران سره د اړیکو بیا پیلولو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129386-ریاض_له_تهران_سره_د_اړیکو_بیا_پیلولو_ته_چمتو_دی
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وویل: ریاض له تهران سره د اړیکو بیا پیلولو او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره کتنې ته چمتو دی.
(last modified 2023-03-13T02:17:37+00:00 )
Mar 13, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • ریاض له تهران سره د اړیکو بیا پیلولو ته چمتو دی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وویل: ریاض له تهران سره د اړیکو بیا پیلولو او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره کتنې ته چمتو دی.

د ایرنا د راپور له مخې، فیصل بن فرحان د یکشنبې په شپه له «الشرق الاوسط» ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه: په نړیوالو اړیکو کې اصل د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو شتون دی او دا خبره د سعودي عربستان او د ایران د اسلامي جمهوریت په اندازه د ګاونډیو هیوادونو په اړه چې مذهبي، کلتوري، تاریخي مشترکات او تمدنونه لري، پیاوړي کیږي.

هغه زیاته کړه: له ایران سره موافقه په تېرو دوو کلونو کې په عراق او عمان کې له څو پړاوه خبرو اترو وروسته د چین د ولسي جمهوریت په څارنې او منځګړتوب سره ترسه شوه.

فیصل بن فرحان په دوام کې وویل: سعودي عربستان د سیمه ایز او نړیوال امنیت او ثبات په ټینګولو کې په خپل رول او مسئولیت سره، د سولې او د کړکېچ د کمولو په لاره کې دوام حرکت کوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، دې هوکړې ته رسېدل چې د سیاسي اړیکو د بیا پیلېدو لامل شوې، زموږ د ګډې هیلې څرګندونه کوي چې د خبرو اترو له لارې د سوله ایزو او ډیپلوماتیکو لارو د اختلافونو د حل لپاره زموږ ګډه هیله ده.

بن فرحان همداراز وویل: د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو لپاره د موافقې پر اساس، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنې ته سترګې په لاره یم.

هغه زیاته کړه: موږ په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل لپاره چمتووالی لرو او طبیعي ده چې په راتلونکي کې به هم دوه اړخیز سفرونه ولرو.