په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129384-په_افغانستان_کې_د_پولیو_د_خپرېدو_خطر_مخ_په_ډېرېدو_دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیات شوی دی.
(last modified 2023-03-13T02:17:44+00:00 )
Mar 13, 2023 02:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیات شوی دی.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د یونیسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د اړیکو څانګې مشر«کمال شاه» وویل: په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر د هغه کډوالو له لوري دی چې له پاکستان څخه دغه افغانستان ته ستنېږی."

هغه زیاته کړه: له پاکستان څخه د ننوتو په پوله کې ټیمونو ته دنده ورکړل شوې چې افغان کډوال واکسین کړي.

د راپورونو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال هلته ميشت دي. د پولیو ویروس تر ډېره د ککړو خوړو او اوبو له لارې نورو ته خپریږي.