-
د کابل په پرونۍ چاودنې کې د طالبانو یو مهم قوماندان هم وژل شوی
Nov 03, 2021 09:51د افغانستان په کابل کې د سردار داؤد پوځي روغتون په وړاندې په پرونیو د وو چاودنو کې تردې دمه لږترلږه ۲۳کسان وژل شوي او کابو پنځوس نور ټپیان شوي دي،چې ممنکنه ده د وژلو شمیر نوره هم زیات شي .
-
په افغانستان کې دخوراکي موادو کمښت غمیزه رامینځةکولی شي
Nov 03, 2021 09:38د امریکا د نیواکګرۍ په شلو کلونو کې د افغانستان تقریبا درست اقتصادي بیخ بینائۍ تباه شوي او ددغه هیواد خلک په اقتصادي بې وځلۍ کې ژوند کوي .
-
ایراني زده کونکي له استکبار سره د مبارزې بیرغوال دي
Nov 03, 2021 09:06له استکبار سره د ډغرې د ټلۍ د کړنګونې سمبولیک دستورې نن د درست ایران په یولک لس زره ښونځیو کې په یوه وخت ترسره شوې .
-
افغان انجوني به ډير زر ښونځيو ته وګرځي
Nov 03, 2021 08:19کابو درې میاشتې کیږي ، چې افغان معلمان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خوله شپږم کلاسه برَه درس ویونکي انجونې او معلمانې په کورونو کې ناستې دي .
-
د سپاه پاسدارانوسمندری ځواک د امریکائي سمندري بیړۍدغلامخه ونیوه
Nov 03, 2021 12:13د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي اقدام سره ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول .
-
په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور۱۴۷کسان قربانی کړل
Nov 03, 2021 11:50په درست ایران کې تر دې دمه په کرونائي ویرس دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون نهه لکه پنځه پنځوس زره تنو ته رسیدلی او له دوي په درملنې پسې کابو پنځه میلیون پنځه لکه اوه څلویښت زره درې سوه پنځوس تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
په افغانستان کښې به په کاغذي تذکرو هم پاسپورټونه ورکړل کيږي
Nov 03, 2021 04:08د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د وزیرانو د شورا په غونډه کې د دغه حکومت رییس الوزرا په پاسپورت ریاست غږ کړ دی چې د پاسپورټونو د وېش بهیر کې د اسانتیا په هدف سره دې په کاغذي تذکرو هم خلکو ته پاسپورټونه ورکړل شي.
-
ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې
Nov 03, 2021 03:00د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند په يو ټوئيټ کښې د ايران په خلاف د نورو آپشنونو د تعقيبولو په اړه د آنتوني بلېنکن د وروستيو څرګندونو په ردعمل کښې وليکل، ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې.
-
حماس صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ
Nov 03, 2021 02:41د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس بېګا صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ چې د نيواکي قدس شريف په خلاف د خپلو جنايتکارانه اقداماتو په وړاندې به درون قيمت ادا کړي.
-
په پاکستان کښې د ډينګي تبې وائرس په خپرېدو دي
Nov 03, 2021 01:47په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له کمېدو سره په يو وخت د دغه هېواد خلق او حکومت د ډينګي نومې تبې د مرګوني وائرسو د خپرېدو له مشکل سره مخامخ شوي دي.