په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور۱۴۷کسان قربانی کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107804-په_ایران_کې_د_کرونا_منحوس_ویروس_نور۱۴۷کسان_قربانی_کړل
په درست ایران کې تر دې دمه په کرونائي ویرس دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون نهه لکه پنځه پنځوس زره  تنو ته رسیدلی او له دوي په درملنې پسې  کابو پنځه میلیون پنځه لکه  اوه څلویښت زره  درې سوه پنځوس تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 11:50 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور۱۴۷کسان قربانی کړل

په درست ایران کې تر دې دمه په کرونائي ویرس دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون نهه لکه پنځه پنځوس زره  تنو ته رسیدلی او له دوي په درملنې پسې  کابو پنځه میلیون پنځه لکه  اوه څلویښت زره  درې سوه پنځوس تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران دروغتیائي چارو وزارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي ،په تیرو شواروز کې په درست ایران کې د کرونائي ویروس ککړو  په یو سل اوه څلویښت کسانو مړینې سره  تر دې دمه په درست ایران کې  دکرونائي قربانیانو شمیر  یو لک شپږویشت زره  اوه سوه درې شپیتو تنو ته  زیات شوی دی .

 په راپور کې وئيل شوي دي همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس نور لس زره درې سوه درې شپیته ککړ  کسان پيژندل شوي  چې له دوي یو زر درې سوه درې پنځوس کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او دغه راز په درست ایران کې تر دې دمه په کرونائي ویرس دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون نهه لکه پنځه پنځوس زره  تنو ته رسیدلی او له دوي په درملنې پسې  کابو پنځه میلیون پنځه لکه  اوه څلویښت زره  درې سوه پنځوس تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .