افغان انجوني به ډير زر ښونځيو ته وګرځي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107776-افغان_انجوني_به_ډير_زر_ښونځيو_ته_وګرځي
  کابو درې میاشتې کیږي ، چې افغان معلمان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خوله شپږم کلاسه برَه  درس ویونکي انجونې  او معلمانې په کورونو کې ناستې دي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 08:19 Asia/Kabul
  • افغان انجوني به ډير زر ښونځيو ته وګرځي 

  کابو درې میاشتې کیږي ، چې افغان معلمان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خوله شپږم کلاسه برَه  درس ویونکي انجونې  او معلمانې په کورونو کې ناستې دي . 

زمونږخبریال د شفقناخبری آژانس له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ښونې او روزنې د وزارت دبهرنیو مرستو  او پروګرامونو مدیر  په نزدې راتلونکي کې ښونځیو ته د  درست وانجونو دبیرته ګرځيدا خبر ورکړ.

وحید ا... هاشمي ووئيل ، ډير زر به ښونځیو ته د بیرته ستنیدا په باب د خوشالۍ خبرونه  اعلان شي .د طالبانو د موقته حکومت د ښونې اوروزنې   د بهرنیو مرستو دبرخې مدیر زیاته کړې ، طالبان د انجونو زده کړو ته ژمن دي ، او ښونځیو ته د دوي دبیرته ګرځیدا لپاره پر لارو چارو کار کوي .

 وحید ا... هاشمي ووئیل  په افغانستان کې هیڅ یوه معلمه  له کاره ګوښه شوي نه ده .

  کابو درې میاشتې کیږي ، چې افغان معلمان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خوله شپږم کلاسه برَه  درس ویونکي انجونې  او معلمانې په کورونو کې ناستې دي . 

 طالبانو چې د اګست په پنځلسمه ئې په افغانستان  کې قدرت ترلاسه کړی ، هڅه کوي ، ددغه هیواد خلکو اونړیوالې ټولنې ته  د میرمنو د حقوقو د رعایتونولو په باب ډاډ ورکړي ،خو تر دې دمه ئې دغه چارې اجرائي کړي نه دي .

Image Caption