حماس صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107766-حماس_صهيونېسټ_رژيم_ته_خبردارے_ورکړ
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس بېګا صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ چې د نيواکي قدس شريف په خلاف د خپلو جنايتکارانه اقداماتو په وړاندې به درون قيمت ادا کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 02:41 Asia/Kabul
  • حماس صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس بېګا صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ چې د نيواکي قدس شريف په خلاف د خپلو جنايتکارانه اقداماتو په وړاندې به درون قيمت ادا کړي.

د اېرنا د رپوټ له مخې د  حماس يو لوړ رتبه مشر هارون ناصرالدين په يوې بيانيې کښې وويل: له صهيونېسټ رژيم سره د مسائلو د هواري لپاره هيڅ انتخاب مطرح نه دے د فلسطين ټوله نيواکي خاوره زمونږ له ملت سره تعلق لري او نيوانګر او د صهيونېسټ مېشته کالونيو اوسيدونکي دې له دغو سيمو بهر شي.

هغه په دوام کښې وويل: د صهيونېسټ رژيم قضائيه قوه د امنيتي سېسټم يوه برخه ده چې د قدس شريف ښار په زمکو او کورونو باندې د سلطې پېدا کولو بهير د ښارګي جوړؤنکو انجمنونو لپاره آسانوي.

صهيونېسټ رژيم له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې د لا زياتو زمکو د يوځاے کولو لپاره د صهيونېسټ مېشته کالونيو جوړول زيات کړي دي.