-
د افغانستان پلازمینه کابل ښار بيا چاودنې ولړزوۀ
Oct 20, 2021 09:40نن سهار نږدې اته بجې د کابل ښار دریمې ناحیې اړوند دهمزنګ په څلور لاره کښې چاودنه شوې چې له کبله يې دوه کسان ژوبل شول.
-
ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۷-۰۰
Oct 20, 2021 09:06نن د تهران تقريباً ټولو ورځپاڼو په دغه ښار کښې د اسلامي وحدت نومې پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د شروع کېدو او پکښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر او نورو نړيوالو شخصيتونو وېناوې راخېستې دي.
-
ایران تل په عراق کې له ثبات هرکلې کوي
Oct 20, 2021 02:37امیر عبداللهیان له عادل عبدالمهدی سره په کتنه کې ایران او عراق دوه وروڼه او دوستان وبلل او زیاته یې کړه د تهران او بغداد د ولسی ، کلتوری ، سیاسی او اقتصادی اړیکو ظرفیت له مخکې زیات اجرایی حالت پیدا کولې شی .
-
په افغانستان کښې د امريکې خاص استازي استعفاء ورکړه
Oct 19, 2021 08:47په افغانستان کښې د امريکې د ډېپلومېټکې ماتې ترټولو ستر سېمبول زلمي خليلزاد له خپل پوسټه استعفاء ورکړه.
-
د قندهار د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو کورنيو لپاره د ايران مرستې دوام لري
Oct 19, 2021 08:13د افغانستان په قندهار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت کنسولګرۍ وويل چې د دغه ښار په فاطميه جومات د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو کورنيو او زخميانو لپاره د ايران مرستې وړونکې الوتکه قندهار ته رسېدلې ده.
-
په تهران کښې د اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس شروع شو
Oct 19, 2021 07:45د اسلامي وحدت پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس «په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي يووالي او صلحې، او له تفرقې او تنازعې نه د ډډې کول» په شعار د ايران د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي په وېنا سره په تهران کښې شروع شو.
-
په افغانستان کښې د اسلامي تعاون د تنظيم په لا فعاله کردار د ايران تاکيد
Oct 19, 2021 13:04د ايران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د اسلامي تعاون د تنظيم له مشر يوسف العثيمن سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په قندوز او قندهار کښې په دوو جوماتونو کښې په نمونځګزارو په وحشيانه حملو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې وروستيو ترهه ګريیزو او جنايتکارانه اقداماتو ته په اشارې سره د اسلامي تعاون د تنظيم د مشر او غړيو لخوا د دغو غېر انساني اقداماتو د غندنې غوښتنه وکړه.
-
پاکستان زرګونو افغان محصلانو ته د تورخم لار پرانیستله
Oct 19, 2021 04:07پاکستان پرون زرګونو افغان محصلانو ته اجازه ورکړه چې په تورخم ورواوړي.
-
ماسکو نن او سبا د افغانستان په اړه د غونډې کوربه ده
Oct 19, 2021 11:18مسکو به نن او سبا د افغانستان په تړاو د غوندو کوربه وي. په دې غونډه کې به د طالب مشرانو په وینا د دوی دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوم لړ وړاندې شي.
-
د اسلامي مذهبونو نزدېکت په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک حرکت دے
Oct 19, 2021 10:46د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د اسلامي مذهبونو نزدېکت چې امام خميني (رح) او د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورباندې تاکيد کړے او په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک حرکت دے.