په تهران کښې د اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس شروع شو
(last modified Tue, 19 Oct 2021 06:45:15 GMT )
Oct 19, 2021 11:15 Asia/Kabul
  • په تهران کښې د اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس شروع شو

د اسلامي وحدت پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس «په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي يووالي او صلحې، او له تفرقې او تنازعې نه د ډډې کول» په شعار د ايران د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي په وېنا سره په تهران کښې شروع شو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه کانفرنس به ترپينځو ورځو دوام ومومي او له کورونا سره د اړوندو پروګرامونو د تدابيرو د خيال ساتلو په وجه له ايران او د نړۍ له نهۀ دېرش هېوادونو څخه مېلمانۀ په آنلائن او حضوري توګه شرکت کوي.

د دغه کانفرنس د پرانېستې په مراسمو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر نه علاوه د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ د سېکتر زياد نخاله، د عراق پخوانے وزيراعظم عادل عبدالمهدي، د کروشيا مفتي حسنويچ مفتي، د حماس د نړيوالو چارو مرستيال خليل الحليه، د الجزائر د پارلېمان مشر بو عبدا... بوغلام ا... د نړۍ يو شمېر نور پوهان او دانشوران وېناوې کوي.

په نننيو مراسمو کښې د موسعه العلامه شېخ تسخيري دکتاب مخ کتنه هم کيږي.