ایران تل په عراق کې له ثبات هرکلې کوي
امیر عبداللهیان له عادل عبدالمهدی سره په کتنه کې ایران او عراق دوه وروڼه او دوستان وبلل او زیاته یې کړه د تهران او بغداد د ولسی ، کلتوری ، سیاسی او اقتصادی اړیکو ظرفیت له مخکې زیات اجرایی حالت پیدا کولې شی .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د عراق له پخوانی لومړی وزیر سره په کتنه کې وویل تهران تل د عراق له ثبات او سولې او د هغه په سیمه ایزو اړیکو کې له رغنده رول هرکلې کړې دې او په سیاسي فیصلو کې د دغه هیواد د خلکو د ارادې درناوې کوی .
د ایرنا له راپور سره سم امیر عبداللهیان له عادل عبدالمهدی سره په کتنه کې ایران او عراق دوه وروڼه او دوستان وبلل او زیاته یې کړه د تهران او بغداد د ولسی ، کلتوری ، سیاسی او اقتصادی اړیکو ظرفیت له مخکې زیات اجرایی حالت پیدا کولې شی .
عادل عبدالمهدی هم په دغه کتنه کې په بیلا بیلو زمینو کې د ایران او عراق بی شمیره ګډولو ته اشاره وکړه او هغه یې د دواړو ملتونو او حکومتونو د زیات نه زیات نږدې والی لپاره ستره پانګه وبلله ،