افغان حکومت له ایران سره د ښو اړیکو ددوام غوښتونکی دی
د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد رسنیو ته ویلي، چې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمینځ اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په عادي ډول روانه ده.
دزمونږخبریال له کابله راپور راکړ افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیحا....مجاهد وايي، د کابل او تهران ترمینځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي
د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد رسنیو ته ویلي، چې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمینځ اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په عادي ډول روانه ده.
نوموړي د کابل او تهران ترمنځ اړیکې د ستاینې وړ بللې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د خلکو لپاره مثبتې پایلې لرلی شي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه سید مقدم امین وايي، ایران له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري.