ولسمشر رئيسي:
د اسلامي مذهبونو نزدېکت په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک حرکت دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د اسلامي مذهبونو نزدېکت چې امام خميني (رح) او د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورباندې تاکيد کړے او په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک حرکت دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي نن د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د پرانېستې به مراسمو کښې د دغې غونډې د جوړؤنکو په قدرونې سره د آيت ا... تسخيري چې د دغې ادارې بنياد يې کېښودۀ او شهيد قاسم سلېماني چې په اسلامي امت کښې د اتحاد او يووالي رامنځته کولو لپاره يې عملي اقدامات کړي دي ياد او خاطره ونمانځله.
ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د اسلامي حکومت په داخل کښې د اتحاد وخت دے، وويل، په دې حالت کښې سپارښتنه کيږي چې اختلاف او تفرقه مه پېدا کوئ، تفرقه اچونکې خبرې مه کوئ، د قلم د تقدس خيال وساتئ، دا د حکومت په دننه کښې سپارښتنې دي چې د يووالي په خلاف څه خبره ونه شي، خو په افکارو کښې د اتحاد وخت د اسلامي امت ګډ هدف دے.
هغه وويل، کله چې داعش ترهه ګره ډله جوړه شوه نوځينو په صحيح توګه داعش درک نه کړ. هم هغه وخت مې ياد ديچې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل،د داعشيان د کار ډول د صهيونېسټانو د کار ډول دے، دا د يو مسلمان کار نه دے چې دومره وينه وبيوي او جنايتونه وکړي، نو معلومه شوه چې د هغوي امريکائي او صهيونېسټي ريښه لري.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر زياته کړه، نن په لبنان او افغانستان کښې د دغې دسيسې کتونکي يوو او پرون په عراق او سوريې کښې يې کتونکي وو. په دغې دسيسې پوهېدل ډېره مهمه خبره ده او د اسلامي علماؤ بېدارونه به په اسلامي امت کښې د ځوانانو د ژغورنې سبب شي.
ولسمشر رئيسي په کانفرنس کښې موجودو علماو او دانشورانو ته وويل: په اسلامي امت او اسلامي نړۍ کښې د علماو او د پېدارونې رول ډېر اثر لرونکے دے چې هم په انحرافاتو څارنه ولري اوهم په موقع خبردارے ورکړي چې اسلامي امت د دغو دسيسو په مقابل کښې محفوظ پاتې شي.