-
افغان عسکر له تاجېکستانه خپل هېواد ته ستانۀ شول
Jul 08, 2021 01:38۲۳۰۰ افغان عسکر چې د جنګ د سختۍ له کبله يې تاجېکستان ته پناه وړې وه افغانستان ته ستانه کړې شول.
-
قلعه نو ښار يو شمېر برخې له طالب ځواکونو خالي کړې شوې
Jul 08, 2021 01:23د وروستيو رپوټونو له مخې د افغان ځواکونو په عملياتو کښې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار يو شمېر برخې د طالب ځواکونو له وجوده خالي کړې شوې.
-
اشرف غني او کرزي سره وليدل
Jul 08, 2021 00:55د افغان ولسمشرۍ دفتر وويل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ ماڼۍ کښې وکتل.
-
پراخه اقتصادي معاملات او ډله ايز امنيت د ايران او هند د تعلقاتو ترجيحات دي
Jul 08, 2021 00:37د ايران منتخب ولسمشر وويل: د دوو سيمه ايزو لوبغاړو په توګه د ايران او هند په شمول د سيمې د هېوادونو په ملګرتيا سره ډله ايز امنيت او پراخه اقتصادي معاملات د دواړو هېوادونو د تعلقاتو مهم ترجيحات دي.
-
ايران د خپلو افغانو وروڼو ترڅنګه ټينګ ولاړ دے
Jul 08, 2021 00:08د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د افغانستان د مختلفو ډلو له استازيو سره له کتنې وروسته وويل: ايران تل د خپلو افغان وروڼو ترڅنګه ټينګ ولاړ دے.
-
د دبۍ په جبل علي بندر کښې سخته چاودنه
Jul 07, 2021 23:39رسنيو د دبۍ په جبل علي بندر کښې له چاودنې وروسته د اورلګېدو خبر ورکړ.
-
د نړۍ او افغانستان عالمانو اوسنۍ جګړه ناروا بللې
Jul 07, 2021 11:32د افغانستان دیني عالمانو د چهار شنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې سوله او اوربند وکړي.
-
د آستانې بهير د خبرو اترو په شپاړسم پړاو کښې د ايران د پلاوي شتون
Jul 07, 2021 11:07د سوريې په باره کښې د آستانې بهير د لوړې سطحې د خبرو اترو شپاړسم پړاو د روسيې، ايران، ترکيې ، د سوريې د حکومت او دغه هېواد د ښکېلو لورو د استازيو او همدارنګ د څارونکو په توګه د ملګرو ملتو، اردن، لبنان او عراق د استازيو په شتون سره نن د قزاقستان په پائتخت نورسلطان ښار کښې شروع شو.
-
د بادغیس په مرکز د طالبانو د برید مخه ونیول شوه
Jul 07, 2021 10:20که څه هم د افغانستان د بادغیس ولایت یو شمېر سیمهییزو سرچینو د طالبانو له لوري د دغه ولایت «قلعه نو» ښار ته د ننوتلو خبر ورکړے و، خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه یې نیولې ده.
-
طالبان بادغيس ولايت ته ننوتل، له افغان ځواکونو سره سخته نښته روانه ده
Jul 07, 2021 09:37طالبان نن د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار ته ننوتل او له حکومتي ځواکونو سره د ښار په مرکز کښې سخت جنګ روان دے.