اشرف غني او کرزي سره وليدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102730
د افغان ولسمشرۍ دفتر وويل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ ماڼۍ کښې وکتل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 08, 2021 05:25 Asia/Kabul
  • اشرف غني او کرزي سره وليدل

د افغان ولسمشرۍ دفتر وويل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ ماڼۍ کښې وکتل.

د ولسمشر د ویاند مرستیالې مېرمن فاطمه مورچل وويل، د دواړو مشرانو تر منځ په کتنه کښې د افغانستان پر روان حالت بحث او خبرې اترې وشوې.

پخواني ولسمشر حامدکرزي هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې له جمهور رییس غني سره یې په کتنه کې د سولې د ګټورو مذاکراتو پیلېدو او د افغانانو تر منځ د یووالي پر رامنځته کېدو تاکيد کړےدے.

تر دې وړاندې هم جمهور رییس د هېواد له بېلابېلو سیاسي او جهادي مشرانو سره په افغان سوله او د هېواد په روانو حالاتو بحث کړی و.

دا بحثونه په داسې مهال دوام کوي چې د ايران د اسلامي جمهوريت په کورباتوب پرون په تهران کښې د افغانستان د حکومتي استازيو، افغان شخصيتونو او طالب لوړ رتبه پلاوي په ګډون سره بين الافغاني خبرې اترې شروع شوې دي.