-
د پاکستان الیکشن کمیشن تایید شوي نتایج برابروي
Feb 09, 2024 01:48پرون په ټول پاکستان کښې د قومي او صوبايي اسمبلیو(پارلیمانونو) د استازو د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره شول.
-
په روان کال کې په ننګرهار کې تر درې نیم زرو زیات مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 08, 2024 04:50په ننګرهار کې د کاراو ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې په روان کال کې تر درې نیم زرو تنو زیات کادرونه اومسلکي وګړي پر دندو ګمارل شوي دي. دچارواکو په وینا په ګومارل شویو کسانوکې سلګونه مېرمنې هم شاملې دي
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Feb 07, 2024 09:53د تهران او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمې تبصرې، مقالې او خبرونه
-
امریکا باید پوهه شي چې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه لري
Feb 07, 2024 12:45د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په تهران کې د عراق د کورنیو چارو د وزیر له سلاکار او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې، په عراق کې د امریکې د پوځي اقداماتو په غندلو سره وویل: امریکا باید په دې پوهه شي چې نه شي کولای په هېوادونو کې لاسوهنه او پر سوریې او یمن باندې بمباري او په عین حال کې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ وکړي.
-
ایران له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات کوي
Feb 07, 2024 11:27د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چې دغه هېواد به د روان کال په پای کې، د سیمې د امنیت د تامینولو په هدف، له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ایران نوی کلتوري سلاکار معرفي شو
Feb 07, 2024 11:14په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملاخیرالله خیرخواه سره په کتنه کې، په کابل کې د ایران نوی کلتوري سلاکار رسماً افغان چارواکو ته معرفي کړ.
-
په غزني ولایت کې د سختې سړې هوا له امله یوه سړي خپل ژوند بایللی
Feb 07, 2024 10:54د افغانستان په غزني کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله يو سړی مړ شوى دى.
-
حماس د زندانیانو د تبادلې په اړه مثبت ځواب ورکړی
Feb 07, 2024 10:31د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې له خپل امریکایي سیال آنتوني بلېنکن سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې له حماس غورځنګ څخه یې له اسرائیلو سره د زندانیانو د یوې بلې تبادلې په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی، چې دوی یې خوشبینه کړي دي.
-
په افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
Feb 07, 2024 10:19د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.