په افغانستان کې د ایران نوی کلتوري سلاکار معرفي شو
Feb 07, 2024 11:14 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملاخیرالله خیرخواه سره په کتنه کې، په کابل کې د ایران نوی کلتوري سلاکار رسماً افغان چارواکو ته معرفي کړ.
له دې سره په دې کتنه کې سید روح الله حسیني د ایران او افغانستان د کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره، په کابل کې د ایران د کلتوري برخې د بشپړ چمتووالي اعلان وکړ.
په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت نوي کلتوري سلاکار«سید روح الله حسیني» په خپل کار پیل کړی دی.
ټیګونه