طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145910-طالبان_له_نړۍ_سره_د_مثبتو_اړیکو_ساتلو_پالیسي_لري
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.
(last modified 2024-02-07T21:15:05+00:00 )
Feb 08, 2024 01:42 Asia/Kabul
  • طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.

متقي زیاته کړې چې په ټوله کې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه «مثبت نظر» لري او د معناداره ګډون په اړه یې غور کوي.

په دې لیدنه کې په لندن کې د ځانګړو استازو ناستې او د دوحې راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

متقي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې پرون د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد ویلي چې پر دوی سیاسي فشارونه هېڅ اثر نه لري.

د نوموړي په خبره، سیاسي فشارونه د دوی او خلکو ترمنځ اړیکې ټينګوي.

ورته مهال د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي چې «له نړۍ سره ښو اړیکو، مثبت تعامل او متوازن سیاست ته ژمن دي او له هېڅ لوري سره د ستونزو غوښتونکي نه دي.»