-
صهیونیسټي رژیم د امریکا په ملاتړ سره په غزه کې جنایتونو ته دوام ورکوي
Dec 03, 2023 02:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: صهیونیسټي رژیم د امریکې په ملاتړ سره په غزه کې خپلو جنایتونو او نسل وژنې ته دوام ورکوي.
-
په کابل کې د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات مرموز مرګ
Dec 03, 2023 02:07که څه هم په کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژل کېدو اصلي لامل لا نه دی معلوم، خو د هغې مرموزې وژنې د یو شمېر خبریالانو او د ښځو د حقونو او مدني فعالانو اندېښنې راپارولي دي.
-
د پاکستان ګلګت بلتستان کې د یوه وسله وال برید له امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Dec 03, 2023 01:45د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د دوو سرتېرو په ګډون، ۸ تنه وژل شوي او ۲۶ نور کسان ژوبل دي.
-
د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
Dec 03, 2023 01:31د افغانستان د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د «فاطمة الزهرا» د نجونو ښوونځی چې ۹ ټولګي لري، د یوه ملي سوداګر د سل زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/ دښمن نفاق ته لمن وهي
Dec 03, 2023 01:23د اهل تشیع مشرانو او مخورو د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره وکتل، په دې کتنه کې د هرات والي له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو پېښو راپور ورکړي.
-
په چین کې د طالبانو د سفیر منل کېدل د رسمیت پېژندنې لپاره مهم ګام دی
Dec 03, 2023 01:09په چین کې د افغانستان د سفیر په توګه د طالبانو د پخواني مرستیال ویاند بلال کریمي له منلو سره هممهاله، د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ د سفیرانو تبادله د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په لور یو مهم ګام دی.
-
یوې پاکستانۍ قاضي د افغان کډوالو د حقوقو په ملاتړ تاکید کړی
Dec 02, 2023 14:08د پاکستان د محکمې دغې ښځینه غړې وویل چې هیواد یې د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له مخې د هغه هیواد د مهاجرینو د حقونو په ساتنه مکلف دی.
-
په پيښورکې د غزې د میرمنو دحقوقو دخلاف ورزیو داړخونو په باب سمینارجوړ شو
Dec 02, 2023 13:11د پاکستان په پیښور کې دا یران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په کوربتوب سره د پاکستانیو پوهانو په شتون سره د غزې د ماشومانو او میرمنو د په ضد د صهیونیسټ رژيم په وسیله د بشری حقوقو دخلاف ورزیو د اړخونو د اروزنې سمینار جوړ شو.
-
طالبان وايي د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم اسلامي کوي
Dec 02, 2023 13:08د افغانستان د مرکزي بانک مشر وویل چې دغه بانک هوډ لري چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم اسلامي کړي.
-
هرات کښې د ترهګرو بریدونو دوام او بې ځوابه پوښتنې
Dec 02, 2023 12:09په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د شیعه مسلمانانو او د هغوی د علماو د امنیت په اړه د هرات د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د طالب چارواکو له ژمنې څو ورځې نه وې تېرې شوې، په هرات کښې یوځل بیا ترهګره حمله وشوه او د دوو شیعه عالمانو په شمول په کښې ۶ کسان مړه شول.