طالبانو د ټرانسپور د پراختیا لپاره میلیارډي تړون لاسلیک کړی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وویل چې د ټرانسپور او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د درېو پروژو تړونونه د دغه ډلې د رییس الوزرا د وړومبي مرستیال او د خصوصي برخې لخوا لاسلیک شوې دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وایي چې د کابو دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت د دریو پروژو تړونونه یې له خصوصي برخې سره لاسلیک کړې دي.
دغه وزارت په یوې خپرې کړې خبرتیا کې په ایکس کې ولیکل چې دغه تړونونه پرون چارشنبه د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې لاسلیک شول.
په دغو قراردادونو کې د کابل د نړیوال هوای ډګر لپاره د پارکینګ او انتظارخونې جوړول، په فاریاب ولایت کې د بندر آقینه «تیر پارک» او د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې ترمینال شامل دي.
خو د ټراسپورټ وزارت د تړونونو د شرکتونو نوم نه دی اخستی.
د طالبانود وړومبي وزارت د اقتصادي معاونت دفتر هم لیکلي چې عبدالغنی برادر دغه پروژې د ټرانسپورت د پراختیا او معیاري کولو لپاره مهمې بللې دي.
هغه له قراردادي شرکتونو غوښتي چې خپل کارونه په کیفیت سره او په ټاکلې موده کې پای ته ورسوي.