-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
پاکستان ته د ایران په صادراتو کې ۴۷ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 26, 2024 02:00د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې د هند ټاپو مرستیال حمیدرضا کربلایي اسماعیلي د ایران او پاکستان ترمنځ د تجارت اندازې ته په اشارې سره وویل: د روان ۱۴۰۲ کال په ۹ میاشتو کې د تېر کال په پرتله، پاکستان ته د ایران صادرات ۴۷ سلنه زیات شوي او له بلې خوا له پاکستان څخه واردات ۴۵ سلنه کم شوي دي.
-
مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني
Jan 26, 2024 01:57د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، هېواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.
-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
له ترکیې سره د اړیکو سویه به ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسوو
Jan 24, 2024 12:09د ایران ولسمشر ترکیې ته له روانیدو مخکښې وویل: د ایران او ترکیې د سوداګري اړیکو د سویې د لوړولو لپاره د ایران هدف ۳۰ میلیارډه ډالر دی.
-
طالبان وايي، له نړۍ سره تعامل غواړو
Jan 24, 2024 11:43د طالبانو سیاسي مرستیال وویل: طالبان د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا له طالبانو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 24, 2024 11:35د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو زده کوونکو غوښتي چې ښوونځیو ته د افغان زده کونکو د راستنیدو ملاتړ وکړي.
-
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
Jan 24, 2024 11:07ژاو شینګ په کابل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.