-
حزبالله: دښمن په جنین کښې خپلو موخو ته ونه رسید
Jul 06, 2023 13:15د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر وویل: په جِنین کښې رامینځته شوې پیښې د مقاومت لپاره بربا وه.
-
یوناما: ملګري ملتونه د طالبانو د دوحې ناستې په شان لویه غونډه جوړوي
Jul 06, 2023 13:14په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازولۍ دفتر(یوناما) سیاسي مشر سکاټ سمېت د طالبانو د سرپرست رئیس الوزرا د دفتر مشر ملا ذاکر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
-
د افغانستان حل لاره، په ټولو قومونو د مشتمل پراخ بنسټه حکومت جوړیدل دي
Jul 06, 2023 12:07د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: حل لاره، په ټولو افغانستاني قومونو د مشتمل او ټول شموله حکومت جوړیدل دي او د ایران اسلامي جمهوریت به د میلیونونو افغانستاني کډوالو د کوربه توب ترڅنګ، په افغانستان کښې د انساني وضعې له ښه کیدو سره مرسته جاري وساتي.
-
د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځوالو منافقانه کړچار ته د ایران غبرګون
Jul 06, 2023 11:56د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په جنین کیمپ کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په غبرګون کښې وویل: آیا امریکا او اروپا به د بشري حقوقو له شورا څخه، د حقیقت لټوونکې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړي؟
-
په شنګهايي سازمان کښې د ایران دائمي غړیتوب، د تهران د ډیپلماسۍ د قدرت نښه ده
Jul 06, 2023 11:36د پاکستان سټراټیجکې څیړاندې د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي غړیتوب، په څواړخیز پالنې کښې د تهران د ډیپلماسۍ د قدرت بیانونکی وباله.
-
د ناپیئلي غورځنګ د غونډې ترڅنګ د ایران د خارجه وزیر ملاقاتونه
Jul 06, 2023 11:33د ایران د بهرنیو چارو وزیر په آذربایجان جمهوریت کښې د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ترڅنګ د عراق له خارجه وزیر سره وکتل او د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
-
د فلسطین مقاومت د فلسطین نیواکي سیمې په راکټي حملو سره په نښه کړې
Jul 06, 2023 02:49په جنین باندې د فوځي حملې او د فلسطینیانو د شهادت په باره کښې د اسرائیلو رژیم له څو خبرداریو وروسته، د فلسطین د مقاومت ډلې بالاخره نن سهار د غزې د تړانګې په شاوخوا کښې د صهیونیسټانو په میشت ځایونو باندې راکټي حملې وکړې.
-
د افغان کډوالو د شمېر بې سارې زیاتوالی
Jul 06, 2023 02:40د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وایي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه په نړۍ کې د هغو افغانانو شمېر ۹.۲ ميلیونو ته رسېده چې کډوالۍ ته اړ کړای شوي دي.
-
اروپا دې داسلام ضده پروسې له ډولونو سره اغیزشیندونکي اوجدی مقابله وکړي
Jul 05, 2023 01:27د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مشر جوزف بورل سره په ټيلیفوني تماس کې له اسلامه د ویرونې له ډولونو سره د اروپا د جدی او اغیزشیندونکي مقابلې پر ضرورت ټينګار وکړ.
-
مصر او ترکیې هم خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې
Jul 05, 2023 01:53انقرې او قاهرې له دیارلسو کلونو وروسته ، د سفیرانو په مبادلې سره خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې .