د ناپیئلي غورځنګ د غونډې ترڅنګ د ایران د خارجه وزیر ملاقاتونه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په آذربایجان جمهوریت کښې د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ترڅنګ د عراق له خارجه وزیر سره وکتل او د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

د ایسنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان او فواد حسین په مختلفو برخو کښې د تهران-بغداد د ملګرتیاو په پراختیا تاکید وکړ.
هم داشان د سوریې له خارجه وزیر سره د امیر عبداللهیان په کتنه کښې هم د مختلفو مسائلو جاج واخیستی شو.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د ایران خارجه وزیر چې د ناپيئلي غورځنګ په غونډه کښې د ګډون په موخه باکو ته تلی دی، نن یې د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
په دغه ملاقات کښې د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د باکو په غونډه کښې وینا وکړه او د دغه اجلاس ترڅنګ یې د فلسطین د کمیټې په غونډّ کښې هم وینا وکړه.
هغه د ناپيئلي غورځنګ د خارجه وزیرانو په غونډه کښې په خپلې وینا کښې ټیګار وکړ چې په نړیوال نظام کښې وروستي مهم بدلونونه، د ځینو ننګونو له رامینځته کولو سره سره، د ناپیئلي غورځنګ د لاښه رول لوبونې لپاره اغیزناک فرصتونه برابروي.