د افغان کډوالو د شمېر بې سارې زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135358-د_افغان_کډوالو_د_شمېر_بې_سارې_زیاتوالی
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وایي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه په نړۍ کې د هغو افغانانو شمېر ۹.۲ ميلیونو ته رسېده چې کډوالۍ ته اړ کړای شوي دي.
(last modified 2023-07-05T22:15:24+00:00 )
Jul 06, 2023 02:40 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو د شمېر بې سارې زیاتوالی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وایي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه په نړۍ کې د هغو افغانانو شمېر ۹.۲ ميلیونو ته رسېده چې کډوالۍ ته اړ کړای شوي دي.

دا د مخکېني ۲۰۲۱ کال په پرتله د افغان کډوالو په شمېر کې ۴۳ سلنه زیاتوالی دی.

تېر ۲۰۲۲ کال یوازې ۲.۶ ميلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په راپور کې ویل شوی چې د دغو افغان کډوالو نیم ميلیونه یعنې تر ۹۲ سلنې پورې یې په اسیا کې اوسي.

د راپور له مخې ایران او پاکستان د څه باندې نوي سلنه افغان کډوالو کوربانه دي.