حزبالله: دښمن په جنین کښې خپلو موخو ته ونه رسید
Jul 06, 2023 13:15 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر وویل: په جِنین کښې رامینځته شوې پیښې د مقاومت لپاره بربا وه.
د المنار چینل د خبر له مخې، د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر «هاشم صفي الدین» نن وویل: صهیونیسټي رژیم نه دی توانیدلی چې په جنین کښې خپل اهداف ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه: دا څه چې په جنین کښې رامینځته شول، د مقاومت لپاره بریا ده، د هغه مقاومت لپاره چې کوې شي د دښمن اراده ماته کړي خو دښمن د مقاومت د ختمولو لپاره خپلې موخې ته ونه رسیدې شو.
هغه د لبنان د کورنیو حالاتو په هکله هم وویل: توکمپالې او راپاروونکې څرګندونې به هیڅکله د هیواد ستونزې هوارې نه کړي
هغه وویل چې په لبنان کښې د ځینو سیاستوالانو څرګندونې د خلکو د نهیلې کولو په موخه دي.
ټیګونه