-
خبرونه | بقائي: نړیواله ټولنه دې د صهیونیسټانو د محاکمې په بهیر کښې اغیزناک اقدام وکړي / په ټوله امریکا کښې «له باچاهۍ د انکار» اعتراضي غونډې
Oct 19, 2025 06:22پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د صهیونیسټي رژیم له خوا د غزې په تړانګه کښې د اوربند بیابیا خلاف ورزي چې په کښې خپلې سیمې ته د ستنیدو په لار کښې د یوې کډوالي فلسطیني کورنۍ په ګاډي باندې وروستۍ حمله شامله ده، وغندله.
-
زمونږ په سیمې کې ناامني او تاؤتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی
Oct 17, 2025 09:55د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره په لیدنې کې د سیمې د امنیت او ثبات ساتلو په اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل چې په سیمې کې ناامني او ترینګلتیا د هیڅ یوه هیواد په ګټه نه دی.
-
د ایران اسلامي جمهوريت د خبرو اترو وړتيا لري خو د زور پيټی نه وړي
Oct 16, 2025 09:00پارس ټوډي- د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو اړيکو د سټراټيژيکې شورا مشر په ټينګار سره ويلي:د ایران اسلامي جمهوريت د خبرو اترو وړتيا لري خو هیڅکله د زور خبرو او پيټي وړلو او منلو ته هیڅکله هم تیار نه دي.
-
ختیځه اروپا | فایننشل ټایمز: یوکرین ته د ۵۰ تاماهاک استول پوره نه دی / روسیه: د دې کار نتیجه به ښه نه وي
Oct 15, 2025 08:37پارس ټوډی – فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یو خب رکښې ولیکل: امریکا به یوکرین ته ۵۰ تاماهاک توغندي ورکړي.
-
نړیوال وجهي صندوق: د امریکا تعرفې په نړیوال اقتصاد باندې د زوال سیوری غوړوي
Oct 15, 2025 07:07پارس ټوډې – د پيسو نړیوال صندوق په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې د امریکا د تعرفو پالیسیو، سره له دې چې لنډمهاله نړیواله اقتصادي وده ده، د راتلونکي کال د رکود خطر زیات کړي او د نړیوال اقتصاد لپاره یې لرلید تیاره کړی دی.
-
خبرونه | عراقچي: ایران د ظلم په وړاندې مقاومت کوي / د وینزویلا په کشتۍ باندې د امریکا برید
Oct 15, 2025 06:16پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژيم په کنسټ او د مصر په شرم الشیخ کښې د امریکې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کښې، په خپله ایکس پاڼه ولیکل: ایران د ظلم مخې ته اودریږي.
-
صهیونیسټ افراطي وزیر بیا پر الاقصی جومات یرغل کړی
Oct 15, 2025 01:43د تیریګر صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر، په تیرې یوې اونئ کې د اسلامي اوقافو د ادارې د خبرداریو په اوج کې په دویم ځل الاقصی ته ته وارد شوی او سپکاوی ئې کړی دی.
-
دمګړئ له کابل سره اسلام اباد هیڅ ډول اړیکه نه لري
Oct 14, 2025 10:57د پاکستان دفاع وزیر ووئیل؛د افغانستان په وروستیو حملو وروسته،دمګړئ د اسلام آباد او کابل ترمینځ هیڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم اړیکه نشته او عمومي فضا لا هم ترینګلې ده.
-
فلسطینی ملت به هم یوه ورځ د آزادۍ اختر وګوري
Oct 14, 2025 10:24د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر فلسطیني ملت ته په یوه پیغام کې د دوي د همت او مقاومت په دوام باندې په ټینګار سره وویل؛د افغانانو په څېر به چې له پنځوس کلنو بحران وروسته بریالي شول، فلسطینیان به هم یوه ورځ د بریا او آزادئ خوند وڅکي.
-
په ډیورنډ لیکه کښې نوې شخړه، د افغانستان او پاکستان سرحدي جګړه خطرناک پړاو ته ورسیده
Oct 12, 2025 11:35پارس ټوډی - د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو او د طالبانو د غچ اخیستونکي غبرګون وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی په وروستیو کلونو کې خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی؛ نړیوالې ټولنې له دواړو خواوو څخه غوښتي چې د زغم او خبرو اترو له لارې د کړکیچ د خپریدو مخه ونیسي.