د افغانستان لرې پرتو کلیو ته هم انټرنیټ رسیږي
د افغانستان د مخابراتو ادارې اعلان وکړ چې د نویو انټرنیټ سایټونو په جوړولو سره به انټرنیټ په لرې پرتو سیمو کې د لاسرسي وړ وي.
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې ، د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې د افغان بېسیم او افغان ټیلیکام سره د 8 نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د افغانستان په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د مخابراتو او انټرنیټ خدماتو د پراختیا په هدف لاسلیک شو.
د دې قرارداد له مخې، د افغان بېسیم لخوا به د ارزګان، هلمند، بلخ، پکتیکا او غور په ولایتونو کې اووه مخابراتي سایټونه جوړ شي، او یو بل سایټ به د افغان ټیلیکام لخوا په کندز کې جوړ شي.
د اترا چارواکي وايي چې د سولې او ثبات له موجوده فضا څخه په ګټې خیستنې سره، په ټول هیواد کې د مخابراتو او انټرنیټ خدماتو د پراختیا هڅې زیاتې شوي او په لرې پرتو سیمو کې به اساسي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ښه شي.
همداشان د هیواد په کچه د لاسرسي پروژه چې د 530 مخابراتي سایټونو جوړول پکې شامل دي، په چټکۍ سره دوام لري، او تر اوسه پورې له 300 څخه ډیر سایټونه بشپړ او فعال شوي دي.