-
د پاکستان په میلیونونو خلکو نن د اختر لمونځ ترسره کړ
Mar 31, 2025 11:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شیعه او د سني په شمول د پاکستان په میلیونونو خلکو نن سهار په پراخ ډول په جوماتونو ، مذهبي ځایونو او امامباړو کښې د کوچني اختر لمونځ وکړ او د وحدت او د پیوستون د ښودلو په ترڅ کښې یې د اسلامي دنیا د اتحاد او د فلسطین د ازادۍ لپاره دعا وکړه.
-
د سږ کال لاریون د قدس د ورځې یو غوره، ولوله ناک او باعزته لاریون دی
Mar 28, 2025 11:27پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر، په یوه ټلویزیوني پیغام کې د سږکال د قدس د ورځې د لاریون ارزښت د تېرو کلونو په پرتله ډېر وارزولو او ټینګار یې وکړ چې: ان شاءالله د سږکال لاریون به د قدس د ورځې یو غوره، با عظمته او با عزته لاریون وي.
-
د ۱۴۰۴ کال د قدس نړیوالې ورځې ځانګړې فضا
Mar 27, 2025 12:11د قدس نړیواله ورځ د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب لږ وروسته د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت سره رامنځته شوه. د قدس د نړیوالې ورځې نوښت او د حضرت امام خمیني (ره) له خوا هر کال د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې ورځ، د قدس د نړیوالې ورځې په توګه اعلانولو، د فلسطین د مبارزې بهیر یوه نوي پړاو ته دننه کړ او د فلسطین آرمان ته یې یو اسلامي او حتی نړیوال اړخ ورکړ. د ارواښاد امام د ژور نظر له مخې، د قدس ورځ یوازې د مسلمانانو لپاره نه ده، بلکې نړیواله ورځ ده.
-
ګډې ناستې د ملتونو او مذاهبو تر منځ د نږدیوالي لامل کیږي راپور دلته لرو
Mar 28, 2024 09:49زمونږ خبریال راپور راکړی په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسول مجید صادقي دولت ابادي د کنسولګرۍ په انګړ کې د ننګرهار د ولایتي ادارې چارواکو ته د چمتو کړي روژه ماتي پرمهال وویل هر څومره چې ګډې ناستې زیاتیږي هومره به د فکرونو ، ملتونو او مذاهبو د نږدې والي لامل ګرځي.
-
د فارسي ادبیاتو شاعرانو او استادانو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره ولیدل
Mar 26, 2024 05:15د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (علیه السلام) د زوکړې په مناسبت، د شاعرانو او فرهنګ او ادب یوه ډله مینوالو د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره ولیدل.
-
د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده د مسلمانانو تر منځ سوله او ورورګلوي ده
Mar 12, 2024 06:39د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د مسلمانانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ هڅول او دودول یې د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده وبلله.
-
فلسطین د اسلامي نړۍ د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري
Mar 12, 2024 06:21د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ، د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ له لومړیتوبونو څخه وبلله.
-
د ننګرهار د کسبګرو او هټیوالو د خونې له مشر باز محمد ځوانمل سره د خوراکي توکو د بیو په اړه مرکه دلته اوریدلای شئ
Mar 26, 2023 14:26د ننګرهار ولایت د کسبګرو او د دکاندارانو د خونې مشر باز محمد ځوانمل د روژې په مبارکې میاشتې کښې په جلال اباد کښې د خوراکي توکیو د بیو د څارنې او د اړونده موضوعاګانو په اړه خپل نظر په دغه مرکې کښې څرګندوي.
-
د قرآن د تلاؤت موخه باید پر آوریدونکو اغیزشیندنه وي
Mar 24, 2023 05:04د اسلامی انقلاب معظم لارښود د روژې دمبارکې میاشتې په لومړئ ورځ له قرآن سره د انس په نوراني محفل کې ټينګار وکړ، د قرآن کریم د تلاؤت موخه باید پر آوریدونکو ددغو آیتونو اغیزشیندنه وي.
-
په یولسو عربو هیوادونو کښې سبا روژه ده
Mar 22, 2023 05:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی له عمان هیواد پرته د سعودي عربستان د مصر د فلسطین د سوریې د سوډان د یمن د عراق د قطر د متحده عربي اماراتو د کویت او د بحرین د هیوادونو په رسمي بیانیو کښې ویل شوي دي چې سبا به په دغو هیوادونو کښې لومړۍ روژه وي.