د پاکستان په میلیونونو خلکو نن د اختر لمونځ ترسره کړ
(last modified Mon, 31 Mar 2025 07:22:37 GMT )
Mar 31, 2025 11:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان په میلیونونو خلکو نن د اختر لمونځ ترسره کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شیعه او د سني په شمول د پاکستان په میلیونونو خلکو نن سهار په پراخ ډول په جوماتونو ، مذهبي ځایونو او امامباړو کښې د کوچني اختر لمونځ وکړ او د وحدت او د پیوستون د ښودلو په ترڅ کښې یې د اسلامي دنیا د اتحاد او د فلسطین د ازادۍ لپاره دعا وکړه.

د اسلام اباد، پاره چنار ، کراچۍ ، لاهور ، کویټه ، پیښور، راولپنډۍ ، حیدراباد ، اسکردو ، ګلګت او د لاړکانه په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې د دغه هیواد مسلمانانو په پراخ ډول د کوچني اختر په لمانځه کښې ګډون وکړ.

د پاکستان چارواکو د کوچني اختر په مناسبت په پیغامونو کښې له مشکلاتو د وتلو لپاره د داخلي اتحاد او د پیوستون د ارزو په ترڅ کښې د فلسطینیانو په شمول د سیمې له مظلومو ملتونو په پیاوړي ملاتړ ټینګار وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په خپل پیغام کښې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د جنایتونو د دوام د غندلو په ترڅ کښې وویل هیله من یوو چې د کوچني اختر په برکت په فلسطین کښې زمونږ وروڼه او خویندې سولې او ارامښت ته ورسیږي.

د پاکستان دیني مشرانو ، اسلامي ډلو او مذهبي ګوندونو هم د کوچني اختر په مناسبت له خلکو وغوښتل چې د کوچني اختر په ورځ په وحدت ، ورورګلوۍ او پیوستون سره د اسلام ضد د عناصرو  او د هغو هیوادونو په مقابل کښې چې د مسلمانانو ترمینځ د نفاق او د فتنې د تخم په شیندلو سره د ناوړه استفادې او له اسلام مبین دین سره ضدیت لري خپل وحدت نندرې ته وړاندې کړي.