د ۱۴۰۴ کال د قدس نړیوالې ورځې ځانګړې فضا
د قدس نړیواله ورځ د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب لږ وروسته د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت سره رامنځته شوه. د قدس د نړیوالې ورځې نوښت او د حضرت امام خمیني (ره) له خوا هر کال د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې ورځ، د قدس د نړیوالې ورځې په توګه اعلانولو، د فلسطین د مبارزې بهیر یوه نوي پړاو ته دننه کړ او د فلسطین آرمان ته یې یو اسلامي او حتی نړیوال اړخ ورکړ. د ارواښاد امام د ژور نظر له مخې، د قدس ورځ یوازې د مسلمانانو لپاره نه ده، بلکې نړیواله ورځ ده.
په حقیقت کې ارواښاد امام د فلسطین مسئله د قوم له محدودې دایرې څخه وایستله او هغه ته یې یو اسلامي او نړیوال اړخ ورکړ او د اسرائیلو هغه دسیسه یې شنډه کړه چې هوډ یې درلود دغه شخړه د فلسطین او اسرائیلو یا د عربو او اسرائیلو تر منځ محدوده شخړه وبولي.
دغه نوښت د فلسطین له آرمان او له قدس شریف سره د تړون د تجدید لپاره یو ځانګړی فرصت وګڼل شو، څو یو ځل بیا د صهیونیسټي رژیم او د هغه د لوېدیځو ملاتړو پر وړاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نړیوال جوش او خروش رامنځته شي او د دغه هدف پر حقانیت او د اسرائیلو د ظلم، تیري او جنایتونو پر غندلو باندې یوځل بیا ټینګار وشي. د ارواښاد امام هیلې، انتفاضې ته یو نوی ژوند ورکړ او د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د ټاکلو نوښت، د فلسطین د مسئلې د بقا سبب شو.
د ۱۴۰۴ لمریز کال د قدس د نړیوالې ورځې مراسم به په داسې حال کې ترسره شي، چې د څه دپاسه ۵۰ زرو کسانو له شهادت سره سره، د فلسطین مظلوم او مقتدر خلک اوس هم د صهیونیسټانو تر بمباریو لاندې دي او د خپلې خاورې پر دفاع باندې ټینګار کوي. صهیونیسټي رژیم اوس هم د طوفان الاقصی عملیاتو له پایلو څخه ځورېږي او د پخوا په پرتله په دننه کې اختلافونه راپورته شوي دي. په همدې حال کې، په نړۍ کې له صهیونیسټانو سره د عامه کرکه حتی د اروپا او امریکا په زړه کې هم بې سارې حد ته رسېدلې ده.
د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د الاقصی طوفان عملیاتو، صهیونیسټي رژیم ته سخته پوځي - امنیتي او حیثیتي ضربه ورکړه او ورپسې د غزې او لبنان جنګ او په دغو دوو جبهو کې د مقاومت محورونو ته سخت زیانونه ورسېدل، په تېره بیا د حماس د اسلامي غورځنګ او د لبنان د حزب ا... د مهمو کسانو ترور کول او بلاخره د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر په ۸مه نېټه د سوریې د حکومت سقوط؛ د سیمې عمومي بهیر، نوي پړاو ته داخل کړ.
له دې سره، د مقاومت شعله د یوه کلتور او خبرو یا نرم ځواک په توګه لا هم روښانه ده، چې نه یوازې د سیمې په ولسونو، بلکې د نړۍ په عامه افکارو کې هم شته. حتی په میداني او سازماني کچه هم مقاومت، د دښمن له تیري او نیواک سره د مقابلې لپاره کافي ځواک لري، چې د دې ښکاره بېلګه د صهیونیسټي رژیم له خوا له حماس او حزب ا... سره د اوربند منل او په یمن کې د دښمن په مقابل کې د مقاومت د دوام ملاتړ دی.
له همدې امله، د مقاومت د له منځه تلو او یا له صهيونیسټي رژيم سره په مقابله کې د هغوی د کمزورتیا ادعاوې بې بنسټه او دروغ دي او د الاقصی طوفان په عملياتو کې د دغه رژيم نه جبرانېدونکې ناکامۍ پټول ګڼل کېږي.
له نورو کلونو سره د ۱۴۰۴ لمریز کال د قدس د ورځې بل مهم توپیر، له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو له عادي کولو څخه د عربو هېوادونو لیري کېدل دي. د دغه رژیم غاصبه او جنایتکاره څېره د عربي هېوادونو حکومتونو او خلکو ته څرګنده شوه. اوس له صهيونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کېدو په اړه نه يوازې خبرې اترې کمې دي، بلکې د عربستان په څېر هېوادونه د فلسطين په جغرافیه کې د يوه خپلواک فلسطيني دولت د جوړولو پر ضرورت ټینګار لري او نورو هېوادونو ته په جبري توګه د فلسطيني ولس له هر ډول کډه کولو سره مخالفت کوي.
ویلای شو چې په سيمه ايزه کچه، د فلسطين مسئله يوځل بيا د اسلامي او عربي هېوادونو پر اندېښنې او لومړيتوب بدله شوې ده. دا مسله د الاقصی طوفان یو له لاسته راوړنو څخه ده.
په نوور کلونو کې د قدس له ورځې سره د ۱۴۰۴ لمریز کال د قدس د ورځې بل مهم توپیر دا دی چې پر غزې باندې د غاصب صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له امله، د دغه رژیم په خلاف د نړیوالو غندنو پراخې څپې رامنځته شوې او په ټوله نړۍ کې په تېره بیا په لوېدیځ کې له پراخو مظاهرو او اعتراضونو سربېره، د عدالت نړیوالې محکمې، په یوه تاریخي حکم کې، د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د صهیونیسټي رژیم د شتون دوام غیر قانوني اعلان کړ او د اشغالګرۍ د سمدستي پایته رسولو غوښتنه یې وکړه.
د جرمونو نړیوالې محکمې همدارنګه په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو له امله، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسرائیلو د جګړې د وزیر یوف ګالانت د نیولو امر هم صادر کړ. د دې محکمې په پرېکړه کې راغلي، دواړه تورن دي چې په قصدي ډول د غزې ملکي وګړو ته د حیاتي توکو لکه: خوراکي توکو، اوبو، درملو، سون توکو او برېښنا د رسولو مخنیوی کړی دی.
د جرمونو محکمې څرګنده کړې، حتی په هغو مواردو کې چې اسرائیلو د بشردوستانه مرستو اجازه ورکړې، دا کار د نړیوالې ټولنې د فشار په پایله کې ترسره شوی او دا مرستې هېڅکله هغه کچې ته نه دي رسېدلي چې د غزې د خلکو اړتیاوې پوره کړي. د محکمې په پرېکړه کې دا هم راغلي چې د خوراکي توکو، اوبو، برېښنا او سونګ توکو کمښت د غزې د ملکي وګړو د یوې برخې د له منځه تلو لپاره شرایط رامنځته کړي، چې د خوارځواکۍ او د اوبو د کموالي له امله د ماشومانو په ګډون، د ملکي وګړو د مړینې لامل کېږي.
په نړۍ کې د ظالمو او جنایتکارو صهیونیسټانو پر وړاندې عمومي نفرت ورځ په ورځ زیاتېږي. او دا چې اوس د لوېدیځ خلک په دې پوه شوي چې د دوی حکومتونو له تېرو ۷۶ کلونو راهیسې د فلسطین په مسئله کې دوی ته دروغ ویلي دي. د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو او ظالمانه جنګ څخه په پنځلسو میاشتو کې د اروپا او امریکا د حکومتونو ملاتړي چلند، په اروپا او امریکا کې د خلکو له پراخو او ښکاره اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.
نن سبا په لوېدیځ کې عامه افکار نور نه یوازې د صهیونیسټانو ملاتړ نه کوي، بلکې د فلسطین د آزادۍ غوښتنه هم کوي. د اروپا او امریکا حکومتونه مجبوره شول د صهیونیسټي ضد مظاهرو د مخنیوي لپاره، خپل یو زیات شمېر مظاهره کوونکي ونیسي او له هغوی سره په پراخه کچه تاوتریخجن چلند وکړي.
الاقصی طوفان د صهیونیسټي رژیم د قدرت ستنې او ټولنې ته داسې ټکانونه ورکړل، چې د ستر رهبر په وینا، د جبرانېدو وړ نه دي. دا اغېزې به د اوږدې مودې لپاره دوام ولري. د ۱۴۰۴ کال د قدس ورځ کولای شي په نړیواله کچه په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې د عطف ټکی شي.
ژباړه: زماني