روژه د خدای مېلمستیا (۶)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو روژه د خدای مېلمستیا له (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
د خدای د مېلمستیا د میاشتې په رارسېدو سره، انسان ته غوره فرصت برابرېږي، له پروردګار سره د صمیمي خبرو اترو لپاره د بیا راستنېدو فرصت، او د هغه ځواک د بیا کشف کولو لپاره چې په دعا کې پټ دی. روژه د دې حقیقت یادونه ده چې ترټولو ناتوانه انسان هغه نه دی چې د مال او شتمنۍ په سختیو کې وي، بلکې هغه دی چې له خدای سره له راز او نیاز او خبرو کولو څخه بې برخې وي.
د روژې مبارکې میاشتې له برکت ډکو ورځو او شپو په پیل سره، ګواکې د خدای د رحمت په لور نوې کړکۍ پرانیستل کېږي. پر ځانونو آرام باد لګېږي او زړونه چمتووالی پیدا کوي څو صیقل شي او د الهي نور لپاره چمتووالی پیدا کړي. روژه د زړه د ژوندي کولو، د ګناه د لیري کولو او د رحمت سرچینې ته د نږدې کېدو وخت دی. په دې مبارکه میاشت کې، هره شېبه فکر کول، د دعا هره زمزمه او هر داخلي نظر، له خدای سره د اړیکو ټینګولو لاره ده، هغه لاره ده چې انسان په پاک اوآرام زړه سره، د بندګۍ اوایمان خواته بیايي.
دې پروګرام ته په دې پوښتنې سره دوام ورکوو چې: ستاسو په آند ترټولو ناتوانه انسان څوک دی؟ ممکن زموږ ذهن د لوږې، ناروغۍ، بې سوادۍ او یا د مهارتونو کمښت خواته ولاړ شي. واقعیت دا دی چې دا ټول عوامل په خپله اندازه کولای شي په ناتوانۍ او کمزورتیا کې رول ولري، مګر امام حسین (ع) بل ټکي ته پاملرنه کوي او فرمايي: ترټولو عاجزه انسان هغه کس دی چې ونشي کړای دعا وکړي.
دعا کول یو هنر او د اړیکو یو ډېر پیاوړی مهارت دی، چې د ټولو مهارتونو په څېر په لومړۍ درجه کې، زده کولو او بیا دوام ته اړتیا لري. دعا کول یعنې د انسان او خدای ترمنځ د یوې دروازې خلاصېدل دي، هغه دروازه چې هرڅومره زیاته وټکول شي، لاره یې روښانه کېږي. روژه د دې صمیمي خبرو اترو لپاره ترټولو غوره وخت دی. د دې میاشتې دعاګانې، د قرآن له تلاوت او د خدای له راز او نیاز سره یوځای، د روح غذا ده، هغه خوراک چې زموږ د وجود انساني برخه ژوندۍ، آرامه او هیله منده ساتي.
پیامبر اکرم(ص) فرمايلي: « یقینا ستاسو پروردګار ته، ستاسو په ژوند کې ډېرې ګټورې او غوره شېبې رامنځته کېږي، خپل ځانونه په هغو ګټورو شېبو کې راولۍ او ترې پوره ګټه واخلئ..»
د روژې په مبارکه میاشت کې روژه نیول خدای ته د نږدې کېدو او دعا او راز او نیاز ته د یوې کړکۍ د پرانیستل کېدو بې ساری فرصت دی. کله چې انسان په ورځ کې له خپلو جسمي اړتیاوو څخه لاس اخلي، د هغه زړه او ځان له خدای سره خبرو کولو ته چمتو کېږي. روژه نیوونکی پوهېږي چې له خدای پرته بل هېڅوک نه شي کولای د هغه واقعي اړتیاوې پوره کېږي او دا پوهاوی، د دعا او توسل لپاره غوره شېبه برابروي.
اسلام په ټوله کې دعا او راز او نیاز ته د رحمت کِلي (مفتاح الرحمه) وايي. راز او نیاز د انسان او خدای تر منځ له ژورو رازونو څخه یو دی. ممکن د راز او نیاز د ماهیت یا حقیقت په اړه غوره تعبیر په خپله د خدای په کلام کې ولټوو، هلته چې په قرآنکریم کې فرمایي: «أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» یعنې: د خدای ذکر د زړونو لپاره آرامښت دی.
د اندیشمندانو له نظره، انسان په خپل ذات کې یو اړمن او ناتوانه موجود دی؛ همدا وجودي فقر هغه د خدای تعالی د بې پایانه قدرت خوا ته راکاږي او له زړه څخه یې غرور لیرې کوي. انسان کله چې روغتیا، مالداري یا قدرت تر لاسه کړي، ښايي غفلت وکړي او په قرآني تعبیر سره د طغیان لاره ونیسي؛ هغه لاره چې پای یې له زیان او تباهۍ پرته بل څه نه دي. خو دعا دا دوره ماتوي. راز او نیاز یادونه کوي چې هېڅ شی د خدای له ارادې پرته نه تنظیمېږي، او همدا پوهه انسان له ځانغوښتنې لیرې او حقیقت ته نږدې کوي.
ډاکټر الکسي کارل فرانسوي (Alexis Carrel) وایي: «دعا لکه خواړه د انسان له اړینو اړتیاوو څخه یوه ده، چې د انسان د زړه له ژورو راپورته کېږي او روح په یوه تکاملي حرکت کې د نړۍ معنوي مرکز په لور بیايي.»
قرآنکریم د دعا د قدرت روښانه بېلګې وړاندې کوي. یو له مهمو څخه یې د حضرت یونس علیه السلام قصه ده. هغه حضرت کلونه کلونه خپل قوم د خدای د عبادت خواته راوبللو، خو له دوی څخه یوازې دوه کسانو ایمان راوړ. یونس علیه السلام دوی ته د عذاب ګواښ وکړ، خو دوی بیا هم تکذیب کاوه. تر څو چې د عذاب وخت ورسېد.
کله چې عذاب نږدې شو او خلکو په خپلو سترګو ولید، ټولو په خدای ایمان راوړ او توبه یې وکړه، نو خدای تعالی هم هغه عذاب چې په دنیا کې هغوی خوار او ذلیل کول، له دوی څخه لیرې کړ. خو یونس علیه السلام له خپل قوم څخه تللی وو، په داسې حال کې چې په قهر او خپه وو، په یوه ډکه کښتۍ کې سپور شو او ولاړ.
په لاره کې یو نهنگ د کښتۍ مخې ته راغی، هېڅ چاره یې ونه لیدله مګر دا چې یو کس ورته وغورځوي، څو د هغه په خوړلو بوخت شي او کښتۍ ته لاره خلاصه کړي. د دې کار لپاره پچه (قرعه) واچول شوه او پچه هم د یونس په نوم ووتله، هغه یې سمندر ته وغورځاوه، نهنگ هغه وخوړلو او کښتۍ وژغورل شوه.
یونس علیه السلام پوه شو چې دا یوه آزموینه او بلا ده چې خدای ورباندې راوستله، او دا له خپل قوم سره د هغه د چلند په بدل کې د خدای له خوا مؤاخذه ده، نو د کب په هماغه تیاره خیټه کې یې مغفرت وغوښت او په لوړ غږ یې وویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ»
نو خدای تعالی د هغه دعا قبوله کړه او هغه یې له هغه حالت څخه وژغورلو. په دې اړه د انبیاء سورت په ۸۷ آیت کې راغلي: «وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ»
یعنې: او (یاد کړه) د ذوالنون (یونس) حالت کله چې په قهر د خپل (قوم له منځه) ووت او ګمان یې وکړ چې موږ به هغه هېڅکله په سختۍ کې نه راولو (تر دې چې د سمندر په تیارو او د کب د خیټې په تیارو کې راګیر شو)، نو په هغو تیارو کې یې غږ وکړ: ستا له واحد ذات پرته بل خدای نشته، ته ( له شریک او هر عیبه) پاک او منزه یې، او زه له ظالمانو څخه وم (چې پر خپل ځان مې ظلم وکړ).
له هغه وروسته یونس ته د ذوالنون (د ماهي خاوند) لقب ورکړل شو.
د صافات سورت په ۱۴۳ او ۱۴۴ آیتونو کې راغلي: «فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ» یعنې: که دا نه وای چې هغه له تسبیح کوونکو څخه وو، نو د کب په خیټه کې به تر قیامته پورې پاتې کېده.
ګواکې د یونس قصه په قرآن کې د دې لپاره راغلې چې دا عمومي الهي قانون او تلپاتې سنت بیان کړي چې: د گرفتارو مؤمنانو ژغورل، د خدای دائمي برنامه ده چې په ټولو زمانو، ځایونو او نسلونو کې روانه ده. څرګنده ده چې دا زموږ ټولو لپاره یوه خوشحالي او زیری دی. زموږ ګران پیغمبر (ص) فرمایلي:
«آیا تاسو ته د خدای د اسم اعظم لارښوونه ونه کړم، چې هرکله ورسره خدای وبلل شي ځواب ورکوي او کله چې په هغه نوم سره غوښتنه وشي ځواب ورکوي؟ هغه د یونس دعا ده چې په تیارو کې یې وویله: «لا إِلهَ إلاّ أنتَ سُبْحانَکَ إِنِّى کُنْتُ مِنَ الظّالمینَ.»
یوه سړي پوښتنه وکړه: اې د خدای رسوله! آیا دا دعا یوازې د یونس لپاره وه یا د ټولو مؤمنانو لپاره ده؟ رسول اکرم (ص) وفرمایل: «آیا د آیت پاتې برخه دې نه ده اورېدلې: وَکَذَلِكَ نُنْجِي الْمُؤْمِنِينَ» (او همداسې موږ مؤمنان ژغورو).
حضرت یونس علیه السلام د سختې گرفتارۍ په حال کې د انسان بېلګه ده، چې د زړه په صداقت او د خدای په قدرت باندې په ایمان سره، آرامښت او نجات وموند. همدا له خدای سره د زړه نږدې او خالصه اړیکه، د گرفتاریو د لرې کېدو او روحي آرامښت د تر لاسه کولو راز دی.
په روژه کې دعا د جسم او روح تر منځ پل دی، د دنیوي محدودیتونو او د خدای بې نهایتۍ تر منځ پل. کله چې انسان په وږي او تږي حالت کې له خدای سره خبرې کوي، زړه یې نرمېږي او د خدای فرمان ته غوږ نیولو ته تیارېږي، تېرې تېروتنې سمولای شي او د خدای په رحمت باندې هیله په خپل ځان کې پیاوړې کړي. دا د زړه نږدې اړیکه، آرامښت او اطمینان راوړي، زړه او روح له دنیوي فشارونو څخه خلاصوي او انسان له اضطراب او اندېښنو څخه ژغوري.
ګرانو دوستانو! ستاسو عبادتونه او روژې دې د خدای په دربار کې قبولې شي.
د روژه ماتې وخت له ښکلو منظرو څخه یوه دا ده چې د روژه نیوونکو له زړونو څخه دعاوې پورته کېږي؛ هغه دعاوې چې پکې انسان د نورو لپاره خیر او آرامښت غواړي او د ځان لپاره د طاعت د قبلېدو او خدای ته دنږدې کېدو هیله کوي.
روژه ماتی یوازې روژه ماتول نه دي؛ دا هغه شېبه ده چې زړونه نرمېږي او راز او نیاز نور هم صمیمي او ژور رنګ اخلي.
ژباړه: زماني