د کورونا نوی ډول به په دنیا کښې قیامت رامینځته کړي
زمونږ خبریال وايي د چین په ووهان ولایت کښې د ویروسونو د چارو کارپيژاندي میرمن «شي ژینګ لي» وویل د کورونا نوی ډول دومره خطرناک کیدلی شي چې په نړۍ کښې به یو (۱)قیامت یعني ستره تباهي رامینځته کړي .
د چین د ووهان ولایت د ویروسونو د چارو کارپيژاندي میرمن شي ژینګ لي وویل تراوسه د کورونا ویروس بیلابیل ډولونه رامینځته شوي چې پکښې ځینې کم خطرناک او ځینې ډیر خطرناک دي .
هغې وویل اوس به دنیا د کورونا ویروس له داسې نویو قسمونو او ډولونو سره مخ شي چې د اوس وخت کورونا له ډولونو به څو برابره خطرناک وي او تباهۍ رامینځته کونکي به وي .
د چین دغه میرمنې چې په ښاپیرکې میرمنې یعني بیټ وومین(batwoman) باندې مشهوره ده له تیرو کلونو راهسې د کورونا ویروس په هکله تحقیقات کوي .
د ویلو ده چې په اوس وخت کښې د کورونا ویروس ډیلټا(delta) ډول تر ټولو خطرناک بلل کیږي کومه چې په هندوستان کښې رامینځته شوی و .
خو د چین د ویروسونو د پیژندلو کارپیژاندي میرمن شي ژینګ لي وویل د کورونا ویروس د ډیلټا ډول نور قسمونه او ډولونه به رامینځته کیږي او په دوې کښې یو(۱) ډول به دومره خطرناک او تباهۍ رامینځته کونکی وي چې په دنیا کښې به قیامت رامینځته کړي یعني د نړۍ ډیر خلک به ووژني .
د چین دغه میرمنې دغه راز وویل کورونا ویروس د چین له ووهان ولایت څخه نه و خپور شوی او امریکا یوازې په چین باندې چټي تورونه لګوي .
د جرمني یوه (۱) کارپيژاند هاینز ډیټریچ هم ویلي دي چې کورونا ویروس اول په امریکا او اروپا کښې لیدل شوی او په چین باندې د دغه ویروس د خپریدا تور لګول بې اساسه چاره ده .