شپیته کاله وروسته به د کورونا په شان ناروغۍ بیا راشي
Aug 25, 2021 11:50 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي محققانو اندیښنه څرګنده کړي ده چې په راتلونکو شپیتو (۶۰) کلونو کښې د کورونا په شان د یوې(۱) بلې نړیوالې وبا د رامینځته کیدا امکان شته .
د ډیوک پوهنتون محققانو خبرداری ورکړی دی هر سړی په خپل ژوند کښې څلویښت (۴۰) فیصده له وبايي ناروغۍ سره د مخامخ کیدا خطر لري او په راتلونکو لسیزو کښې به دغه مشکلات درې (۳) برابره زیات شي .
په نیشنل اکیډمۍ اف سائنسیز کښې په خپرې شوي تحقیقاتي مقالې کښې دغه خبره په ډاګه شوي ده کورونا ویروس په سلو (۱۰۰) کلونو کښې په تر ټولو وژونکو ساري ناروغیو کښې شامل دي .
محققانو دغه اندیښنه څرګنده کړي ده چې په دوه زره اتیایم (۲۰۸۰) میلادي کال کښې دوباره د کورونا ناروغۍ په شان د ساري ناروغۍ د رامینځته کیدا امکان شته .
ټیګونه