د کورونا واکسین دریم (۳) ډوز ته هیڅ ضرورت نشته
زمونږ خبریال وايي د امریکا بلومبرګ خبري اژانس د کورونا واکسین د دریم (۳) ډوز په هکله د ساینس پوهانو د مخالفت لپاره د نوي څیړنو د خپریدا خبر ورکړ .
بلومبرګ خبري اژانس په یوه (۱) راپور کښې د نوي څیړنې نتیجو ته په اشارې سره ولیکل د کورونا ضد واکسین تر دې حده اغیزشیندونکی دی چې دتقویتي ډوز یعني بوسټر شاټ (booster shots) ته هیڅ ضرورت نشته او ښه خبره دا ده چې شتمن هیوادونه خپل اضافي کورونا واکسینونه بې وزله هیوادونو ته ورکړي .
د ټولې دنیا یوشمیر ساینس پوهانو د خپل تحقیق نتیجې چې همدا اوس په لنسیټ (lancet)طبي مجلې کښې خپرې شوي دي ویلي دي د کورونا ضد واکسین په دې ډول ښه عمل کوي چې همدا اوس خلک د تقویتي ډوز یعني بوسټر شاټس(booster shots) هیڅ ضرورت نلري .
ساینس پوهانو دغه خبره هم کړي ده که چیرې د کورونا واکسین تقویتي ډوزونه یعني بوسټر شاټ له خپلې ټاکلي نیټې مخکې او په پراخه سویه ووهل شي نو ممکنه ده چې د خلکو لپاره جانبي عوارض یعني سایډ افیکټس (side effects) هم ولري .
د دغه څیړنې نتیجې په داسې حال کښې خپریږي چې اکثره هیوادونه د کورونا ضد د ډیرو واکسینونو په درلودلو سره د تقویتي ډوزونو د لګولو کوشش کوي چې په دې ډول د کورونا د ډیلټا ویروس(delta virus) د زیاتیدا مخه ونیسي .
ټاکل شوي ده چې امریکا د سپتمبر د میاشتې له شلمې (۲۰) نیټې څخه د کورونا واکسین د تقویتي ډوزونو وهل پیل کړي .