ایران او عمان په غزې کښې په اوربند ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i148532-ایران_او_عمان_په_غزې_کښې_په_اوربند_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عمان د خارجه چارو وزیر سید بدرالدین حمد البوسعیدی د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو ، د سمدستي اوربند د ټینګولو او د غزې خلکو ته د انساني مرستو د استولو لپاره په نړیوالو هڅو باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2024-04-21T12:48:21+00:00 )
Apr 21, 2024 12:55 Asia/Kabul
  • ایران او عمان په غزې کښې په اوربند ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عمان د خارجه چارو وزیر سید بدرالدین حمد البوسعیدی د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو ، د سمدستي اوربند د ټینګولو او د غزې خلکو ته د انساني مرستو د استولو لپاره په نړیوالو هڅو باندې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان له باندنیو چارو وزیر سید بدرالدین حمد البوسعیدي سره په ټیلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د وروستیو بدلونونو په هکله د عمان هیواد د پیاوړي دریځونو قدرونه وکړه.

د عمان خارجه وزیر سید بدرالدین بن حمد البوسعیدي هم په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د بې ثباته کونکو اقداماتو په غندلو سره ټینګار وکړ سیمې ته د امنیت د بیرته ستنیدا یوازنۍ لاره د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو بندیدل دي.

صهیونیسټ رژيم له تیر میلادي کال څخه د فلسطین د خلکو پرضد حملو او جنایتونو ته دوام  ورکړی او د اسرائیلو د جنایتونو په مقابل کښې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقوقو د  موسسو چوپتیا د فلسطیني ماشومانو  او ښځو د وژلې د دوام سبب شوي ده.