Apr 21, 2024 12:58 Asia/Kabul
  • د جرمني ، د سویزرلینډ او د ایرلینډ خلکو د فلسطین ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني ، د ایرلینډ او د سویزرلینډ په زرګونو خلکو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د حملو د غندلو لپاره مظاهرې وکړې او د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ یې اعلان کړ.

په برلین ، په ډبلین او جینیوا ښارونو کښې اعتراض کونکو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم اقدامات نسل کشۍ وبلله او په دغه سیمه کښې یې د سمدستي او د دائمي اوربند د ټینګیدا غوښتنه وکړه.

د جرمني د پلازمینې برلین په «پوټسډامر» میدان کښې کابو دوه زره اعتراض کونکو جرمني اسرائیلو ته پیسې ورکوي او اسرائیل بمبارۍ کوي، شرم وکړئ او اسرائیلو ته وسلې مه ورکوئ شعارونه ورکړل.

دغه راز د ناروې په زرګونو خلکو د پلازمینې اوسلو په «نوو اسکواير »میدان کښې لاریون وکړ او هغوې په لاسونو کښې بینرونه لیږدول چې د فلسطین د ملاتړ شعارونه ورباندې لیکل شوي وو او خلکو دغه راز د اسرائیلو ضد شعارونه هم ورکړل.

اعتراض کونکو دغه راز د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد شعارونه ورکړل او په غزې کښې د نسل کشۍ د بندیدا او د سمدستي او د دائمي اوربند د ټینګیدا پرضرورت یې ټینګار ورکړ.

د ایرلینډ خلکو هم د فلسطین لپاره د ازادۍ او د عدالت او د اسرائیلو اپارتایئد بایکاټ کړئ شعارونه ورکړل.

 

ټیګونه