په خرونوسره د طبي عملې درملنه کیږي
زمونږ خبریال وايي په اسپانیا هیواد کښې طبي کارپيژاندو او ډاکټرانو د کورونا ویروس له کبله د ذهني دباونو او د پریشانیو د اغیزمنې شوي طبي عملې ځانګړي معالجه او درملنه پیل کړي ده چې ورته د خره درملنه یعني ډنکي تهراپي (Donkey Therapy) نوم ورکړل شوی دی .
ویل کیږي په اسپانیا هیواد کښې یوې (۱)غیر حکومتي موسسې «البریټو فلیز» د کورونا ویروس د ناروغانو د خدمت کولو او د هغوې د درملنې د طبي عملې د ذهني دباو او ټنشن په شمول د پریشانیو د ختمولو لپاره نوی علاج او درملنه پیل کړي ده .
د اسپانیا دغه غیر حکومتي این جي او په یوې (۱) بیانیې کښې وویل په دغه معالجې کښې طبي عمله هره ورځ څو ساعته له خرونو سره یوځاې ساتل کیږي او د طبي عملې کسان خرونو ته خواړه ورکوي، له خرونو سره مینه ورسره کوي او ورسره لوبې هم کوي .
د طبي عملې پریشان کسان خرونه له ځان سره د سیل لپاره هم بوځي چې کبله یې د طبي عملې کسان ځانونه له خپګان او ډیپریشن څخه بچوي او د هغوې روده او خوی هم نرم کوي
اروا پیژاندي وايي د جسمي ستړیا او د ذهني دباو د ختمولو لپاره په عمومي ډول له اسونو سره وخت تیرول ډیره مرسته کولای شي .