ایران په نړئ کې د مسو شپږم زیرمه لرونکی هیواد دی
پارس ټوډې -ایران د ۶۶ میلیون ټنه د مَسو زېرمو په لرلو سره، د نړۍ د مَسو د زېرمو په کچه شپږم مقام خپل کړی دی.
زمونږ خبریال د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،په ورته وخت کې د تهران په رویان څېړنیز مرکز کې د پلان جوړونې او پراختیائي چارو مدیرې میرمن پروانه افشاریان ویلي چې د رویان مرکز لاسته راوړنو د حجروي او بیالوجیکي تولیداتو په برخې کې د ایران نړیوال مقام له ۱۲م څخه ۷م ته لوړ کړی دی
دغه راز په ایران کې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د غړو د ډالۍ بهیر تر ۱۴۰۴ لمریز کال پورې ۷۰ برابره زیاتوالی موندلی دی، او دا مهال ایران د ځیګر د پیوند په برخې کې د نړۍ لومړی مقام لري او د همدې پیوند د “امپراتورۍ” په نوم پېژندل کېږي.
بلخوا د Web of Science د معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت علمي تولیدات د کوانټومي ټیکنالوژۍ په ټولو برخو کې د اسلامي هېوادونو ترمینځ لومړی مقام لري.
د یادونې وړده، چې ایران د چیني لوښو د تولید له پلوه د نړۍ دویم ستر تولیدوونکی هېواد دی.