د کورونا ناروغانو لپاره پینځمه او لسمه ورځ ولې اهمیت لري ؟
زمونږ خبریال وايي په هر انسان او وګړي کښې د کورونا ویروس بیلابیلې نښې راڅرګندیږي .
په لومړیو ورځو کښې د عام زکام په شان په کورونا ویروس باندې د اخته کیدا د اندازې لګول مشکل دي .
د کورونا ویروس د ناروغانو د بیمارۍ د تشخیص کیدا وروسته د مریض د قرنطینه کولو له پینځمې (۵) ورځې څخه تر لسمې (۱۰) ورځې پورې وخت ډیر اهمیت لري ځکه چې په دغو پینځو (۵) ورځو کښې کورونا ویروس خپل اغیز ښکاره کوي او په دې وخت کښې د کرونا ویروس په سم ډول تشخیص کیږي .
ډاکټران وايي که چیرې د کوم کس د کورونا ویروس ازمیښت یعني ټیسټ مثبت شي نو هغه باید لومړۍ د دغه شي حساب وکړي چې په ده کښې د کورونا ویروس نښې له کومې ورځې پیل شوي وې .
په اکثرو خلکو کښې د کورونا ویروس نښې او علایم له دوو (۲) څخه تر دریو (۳) ورځو پورې راڅرګندیږي .
د انسان بدن ته د کورونا ویروس له ورننوتلو وروسته له دوو (۲) ورځو یا دریو (۳) ورځو وروسته لومړۍ د نوموړي کس تبه کیږي او ورپسې سوکه سوکه د هغه طبیعت نور پسې خرابیږي .
که چیرې د تبې په وخت سړی د کورونا ازموینه وکړي نو معالجه یې امکان لري او که چیرې کورونا ویروس سږو ته ورسیږي نو بیا یې درملنه له ستونزې ډکه وي .
د انسان سږو ته د کورونا ویروس رسیدل له شپږو( ۶) تر اوو(۷) ورځو پورې وخت اخلي او دا هغه وخت دی چې سړی په اصل کښې د کورونا له ویروس سره په جنګ بوخت دی .
د کورونا ویروس په ناروغانو کښې پینځمه (۵) ورځ د کورونا ویروس د دوهم (۲) پړاو پیلیږي چې پکښې د ناروغه کس د بدن دفاعي سیسټم په حرکت کښې راځي .
په دغه پړاو کښې که څه هم د انسان د بدن دفاعي سیسټم د دغه ویروس له جرړې څخه د ختمولو لپاره متناسب اینټي باډیز (Anti Bodies) تیاروي خو کله نه کله دغه کار چټک کیږي او دغه چاره د انسان د طبیعت د زیات خرابیدا سبب کیږي .
دغه وخت دی چې کورونا ویروس له مریض سره اصلي جنګ کوي .
ډاکټران وايي له پینځمې (۵) ورځې تر لسمې (۱۰)ورځې پورې وخت داسې وخت دی چې اکثره خلک پکښې د کورونا ویروس د دوهمې (۲) څپې ښکار کیږي کوم چې ډیر سخت هم وي .