د عراق په کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ تیری شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100098-د_عراق_په_کربلا_کښې_د_ایران_په_کنسولګرۍ_تیری_شوی
فارس خبري اژانس وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په کربلا ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ باندې د یوشمیر بلواګرو د تیري خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2021 00:02 Asia/Kabul
  • د عراق په کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ تیری شوی

فارس خبري اژانس وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په کربلا ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ باندې د یوشمیر بلواګرو د تیري خبر ورکړ .

خبري سرچینو وویل دغو بلواګرو په کربلا کښې د ایران د کنسولګرۍ دیوال ته اور اچولی دی .

په عین حال کښې د عراق صابرین خبري چینل وویل امنیتي ځواکونو په کربلا کښې له بلواګرو سره مقابله کړي ده .

په عراق کښې بلواګر چې په تیرو میاشتو کښې د فارس خلیج د ځینو عربو هیوادونو د سفارتونو لخوا هغوې ته د ډیرو پیسو د ورکولو په هکله راپورونه ورکړل شوي دي له دې مخکې هم د عراق په بصره او نجف ښارونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګریو باندې بریدونه کړي وو .

څه موده مخکې ځینو شناندو د ایران او د عراق د دوستانه او د سټراټیژیکو اړیکو چې له هر شي زیات یې له داعش ترهګرې ډلې  سره په مبارزې کښې ورایښت موندلی دی  د ګډوډولو لپاره د پردې شاته د ځینو هیوادونو د هڅو په هکله خبرداری ورکړ و .

سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، بحرین ، اردن ، اسرائیل ،امریکا ،انګلستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه تل کوشش کوي چې د ایران او د عراق اړیکې خرابې شي او دغه هیوادونه په عراق ، سوریې ، لیبیا او نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره مالي او پوځي مرستې کوي .