د سعودي ائيتلاف په خلاف پراخ عملیات پیل شوي
د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع هم نن سهار وئيلي دي ، دیمن ډرونز او توغندوي یونټونو دعربستان په جنوب کې په ملک خالد هوائي ډګر په قاصف ۲ کې ډوله بې پیلوټه الوتکې سره دروند ګوزار کړی دی .
المیادین خبری چینل راپور ورکړی ، د یمن دسیاسی لوړې شورا لوړپوړي مسئول محمد علی الحوثي نن په یولړ څرګندونو کې دعربستان په جنوب لویدیځ کې په چیزان چورلیز کې په خمیس مشیط کې دیمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دوروستیو عملیاتو په باب یولړ جزیات وړاندې کړل .
الحوثي ټينګار کړی ، دسعودي هغه تیریګر ائيتلاف په ضد به پراخ عملیات وکړي ،چې هماغه راز دیمن ځيني سیمې ئې نیولي او یرغلونه کوي.
داپه داسې حال کې دي ، چې د یمن سرچینو بیګا خبر ورکړی ؤ ، ددغه هیواد پوځ دیرغلیزو عملیاتو په چوکاټ کې په جیزان کې په لسګونو مورچلې نیولي او دسعودي ځوا ک او په دغې سیمې کې دیره دسوډان ګوډاګیان ئې هم شاتګ ته اړکړي دي .
د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع هم نن سهار وئيلي دي ، دیمن ډرونز او توغندوي یونټونو دعربستان په جنوب کې په ملک خالد هوائي ډګر په قاصف ۲ کې ډوله بې پیلوټه الوتکې سره دروند ګوزار کړی دی .