اسرائیل له امریکا د مرستې غوښتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101126-اسرائیل_له_امریکا_د_مرستې_غوښتنه_کوي
زمونږ خبریال وايي عبري ژبه رسنیو وویل صهیونیسټ رژیم د غزې په جنګ کښې له ماتي خوړلو وروسته د وسپنیز ګبند(iron dome) د توغندوي ضد سیسټم د نوي کولو په هدف سره له امریکا څخه د یو(۱) میلیارډه ډالره په ارزښت د بیړنیو مرستو د غوښتلو نیت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2021 08:33 Asia/Kabul
  • اسرائیل له امریکا د مرستې غوښتنه کوي

زمونږ خبریال وايي عبري ژبه رسنیو وویل صهیونیسټ رژیم د غزې په جنګ کښې له ماتي خوړلو وروسته د وسپنیز ګبند(iron dome) د توغندوي ضد سیسټم د نوي کولو په هدف سره له امریکا څخه د یو(۱) میلیارډه ډالره په ارزښت د بیړنیو مرستو د غوښتلو نیت لري .

د اسرائیلو دغه رسنیو وویل د دغه رژیم د جنګ وزیر نبي ګانټس به د تل ابیب دغه غوښتنه نن واشنګټن ته په خپل پلان شوي سفر کښې مطرح کړي .

ټاکل شوي ده چې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر بني ګانټس نن د امریکا له دفاع وزیر لوئید اسټین او د ملي امنیت له سلاکار جیک سالیوان سره کتنه او خبرې وکړي .

د اسرائیلو دغه غوښتنه له دې دوه(۲) اونۍ وروسته مطرح کیږي چې د ولسمشر جوبایډن حکومت په اسرائیلو باندې د اوه سوه پینه دیرش (۷۳۵) میلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو لایحه تصویب کړه .