اسرائیل د ایران له اټومي پروګرام سره مقابلې ته دوام ورکوي
زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد نوي مشر« ډیویډ بارنیع »ادعا وکړه د اټومي موافقې د ترسره کیدا په بڼه کښې اسرائیل بیا هم د ایران د اسلامي جمهوریت له اټومي پروګرام سره مقابلې ته دوام ورکوي .
یدیعوت احارونوت ورځپاڼې راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې نوي مشر ډیویډ بارنیع په خپلې لومړنۍ وینا کښې د ایران د اټومي پروګرام پرضد د ګواښونو په تکرارولو سره وویل اسرائیل د نړیوالې ټولنې د کړنلارې پیروۍ نه کوي ځکه چې اسرائیل په هغو هیوادونو کښې نه دی چې د ایران د ګواښ د غلطې جاجونې پایلې وزغمي .
هغه زیاته کړه هغه اټومي موافقه چې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو لخوا د بڼه د خپلیدا په حال کښې ده یوازې د څنګ ته کیدا احساس چې اسرائیل یې په دغه موضوع کښې لري پیاوړی کوي .
د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې نوي مشر ډیویډ بارنیع په دې خبرې سره چې د ایران اټومي پروګرام اوس هم د موساد ټول فکر او ذهن بوخت ساتلی دي ادعا وکړه ایران که هغه په اټومي پوښښ کښې وي او که له اټومي پوښښ پرته وي په پرله پسې ډول د ډلوژونکو وسلو د تولید د پروګرام په لور مخ ته روان دی .
د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد نوي مشر په داسې حال کښې ایران د ډلوژونکو وسلو د جوړولو لپاره په هڅې تورنوي چې جعلي صهیونیسټ رژیم په تیرو اویاو(۷۰) کلونو کښې په خپلو جنګونو کښې سلګونو زره خلک وژلي دي او د نړیوالو څارونکو په قول اسرائیل په لویدیځې اسیا سیمې کښې یوازنی اټومي لرونکي رژيم دی چې کابو څلور سوه (۴۰۰) اټومي خولۍ لري .