د قرقیزستان او تاجیکستان تر مینځ نښتې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101222-د_قرقیزستان_او_تاجیکستان_تر_مینځ_نښتې
د تاجیکستان پوله ساتو ځواکونو یو ځلي بیا د قرقیزستان خاوري ته په ننوتلو سره د دواړو هیوادونو تر مینځ په پولو کې بحرانی حالات رامینځ ته کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2021 13:20 Asia/Kabul
  • د قرقیزستان او تاجیکستان تر مینځ نښتې

د تاجیکستان پوله ساتو ځواکونو یو ځلي بیا د قرقیزستان خاوري ته په ننوتلو سره د دواړو هیوادونو تر مینځ په پولو کې بحرانی حالات رامینځ ته کړل.

د قرقیزستان حکومت د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي د تاجیکستان وسله والو ځواکونو د ټنشن د نه رامینځ ته کولو له موافقې څخه سرغړوی کړي.

په دغه بیانیه کې راغلې: د جمعې په ورځ د تاجیسکتان وسله والو ځواکونو په سیمه کې یو کانټینر راوستي او په ګډو پولو کې له فوځي موټرانو سره ځای پر ځای شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د تاجیکستان او قرقیزستان تر مینځ په سرحدي نښتو کې ۳۶ تنه قرقیزستاني وګړې وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي په مقابل لوري کې هم ۱۹ تاجیکستانی وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۸۷ تنه ژوبل شوي دي.