په راتلونکي دوشنبې ورځ د اسرائیلو نوی حکومت اعلانیږي
د فلسطین سما خبري اژانس نن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم د پارلمان مشر یاریو لوین وویل په راتلونکي دوشنبې ورځ به د یمینا ګوند د مشر او د یش عتید ګوند مشر د نوبتي حکومت جوړیدل اعلان کړي .
هغه وویل په راتلونکي دوشنبې ورځ به د یمینا ګوند مشر نفتالی بنت او د دوې ترمینځ د نوبتي او څرخیدونکي حکومت په جوړولو کې د لائیر لاپید د یش عتید ګوند بریالیتوب اعلان کړي داسې ګام چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره یې د یوه (۱) ائتلاف د تصویبیدا زمینه برابره کړي ده .
د اسرائیلو د پارلمان مشر یاریو لوین وویل په اساسي قانون کښې د ټاکل شوي وخت د چوکاټ پراساس د حکومت دجوړولو لپاره د رایو د ورکولو غونډه مشخصه کیږي .
هغه د یش عتید ګوند له مشر یائیر لاپید او د یمینا ګوند له مشر نفتالي بنت څخه وغوښتل ائتلافي حکومت ته اړونده موافقه وړاندې کړي او ډاګینه یې کړه ضروري ده چې د موافقو د جزیاتو په هکله عمومي بحث وشي چې استازي له رایو اچولو مخکې د حکومت له ماهیت څخه خبر شي .
په داسې حال کښې چې د صهیونیسټ رژیم اوسنی لومړی وزیر او د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو هڅه کوي د نوي حکومت د جوړیدا خنډ شي د بدلون فراکسیون چې نوی حکومتي ائتلاف یې جوړ کړی دی هڅه کوي چې د لوړې مراسم زر ترسره کړي .