له اسرائیلو سره بل جنګ به د سیمې څیره بدله کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101252-له_اسرائیلو_سره_بل_جنګ_به_د_سیمې_څیره_بدله_کړي
فارس خبري اژانس وايي په غزې تړانګه کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس مشر یحیی السنوار ټینګار وکړ که چیرې له صهیونیسټ رژيم سره دوباره جنګ پیل شي د لویدیځې اسیا سیمې څیره به بدله شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2021 11:50 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو سره بل جنګ به د سیمې څیره بدله کړي

فارس خبري اژانس وايي په غزې تړانګه کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس مشر یحیی السنوار ټینګار وکړ که چیرې له صهیونیسټ رژيم سره دوباره جنګ پیل شي د لویدیځې اسیا سیمې څیره به بدله شي .

هغه نن د غزې د پوهنتون استادانو ته په وینا کښې وویل د هغه دباو اهمیت چې د نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸) میلادي کال د سیمې فلسطینیانو او د لویدیځې غاړي وسیدونکو څه موده مخکې په صهیونیسټ رژیم راوست له توغندیو زیات و او مقاومت هم صهیونیسټي دښمن ته ثابته کړه چې د  الاقصی جومات دفاع کول زمونږ لپاره یو(۱) سټراتيژیک هدف دی .

السنوار وویل د مقاومت بهیر په وروستي جنګ کښې وتوانید د  صهیونیسټ رژيم چې د ځینو عربي هیوادونو په قبلې بدل شوی وو مخه ونیسي او که چیرې له نیواکګر صهیونیسټ رژیم سره بیا جنګ پیل شي اسرائیل به د هیڅ حقیقي حملې د زغملو توان ونلري او د لویدیځې اسیا څیره به بدله شي .

د حماس غورځنګ دغه مسول وویل په غزې تړانګې باندې تیري کښې د اسرائیلو هدف دا و   چې نیمايي مقاومت بهیر له مینځه یوسي خو ستره ماتي یې وخوړله او صهیونیسټ رژیم باید پوه شي چې د مي د میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه له ستر بریالیتوب وروسته د  مقاومت  بهیر د نور د تیر بهیر په شان نه دی .