له اسرائیلو سره بل جنګ به د سیمې څیره بدله کړي
فارس خبري اژانس وايي په غزې تړانګه کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس مشر یحیی السنوار ټینګار وکړ که چیرې له صهیونیسټ رژيم سره دوباره جنګ پیل شي د لویدیځې اسیا سیمې څیره به بدله شي .
هغه نن د غزې د پوهنتون استادانو ته په وینا کښې وویل د هغه دباو اهمیت چې د نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸) میلادي کال د سیمې فلسطینیانو او د لویدیځې غاړي وسیدونکو څه موده مخکې په صهیونیسټ رژیم راوست له توغندیو زیات و او مقاومت هم صهیونیسټي دښمن ته ثابته کړه چې د الاقصی جومات دفاع کول زمونږ لپاره یو(۱) سټراتيژیک هدف دی .
السنوار وویل د مقاومت بهیر په وروستي جنګ کښې وتوانید د صهیونیسټ رژيم چې د ځینو عربي هیوادونو په قبلې بدل شوی وو مخه ونیسي او که چیرې له نیواکګر صهیونیسټ رژیم سره بیا جنګ پیل شي اسرائیل به د هیڅ حقیقي حملې د زغملو توان ونلري او د لویدیځې اسیا څیره به بدله شي .
د حماس غورځنګ دغه مسول وویل په غزې تړانګې باندې تیري کښې د اسرائیلو هدف دا و چې نیمايي مقاومت بهیر له مینځه یوسي خو ستره ماتي یې وخوړله او صهیونیسټ رژیم باید پوه شي چې د مي د میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه له ستر بریالیتوب وروسته د مقاومت بهیر د نور د تیر بهیر په شان نه دی .