صهیونیسټ رژیم به په بل جنګ کښې د جهنم اور وویني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101296-صهیونیسټ_رژیم_به_په_بل_جنګ_کښې_د_جهنم_اور_وویني
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزي شورا غړي حسن البغدادي ټینګار وکړ که چیرې له صهیونیسټ رژیم سره بل کوم جنګ وشو دغه رژیم به د داسې جهنم اور وویني چې حتی په خوب کښې یې هم نه وي لیدلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2021 07:23 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم به په بل جنګ کښې د جهنم اور وویني

المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزي شورا غړي حسن البغدادي ټینګار وکړ که چیرې له صهیونیسټ رژیم سره بل کوم جنګ وشو دغه رژیم به د داسې جهنم اور وویني چې حتی په خوب کښې یې هم نه وي لیدلی .

هغه وویل د لبنان حزب الله غورځنګ په لبنان کښې د خپلو ځانونو پرضد د اسرائیلي دښمن د قومندانانو د زړورتیا ادعاګانې اوري خو هغوې باید خپل غرور کم کړي او پوه دې شي چې نور باید په خپلو محاسباتو  کښې غلطۍ ونکړي .

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي حسن البغدادي وویل د اسرائیلو قومندانان عبرت نه ترلاسه کوي او حقیقي سیاست نه درک کوي ځکه چې د دوې جنایتکار او غلیمانه ماهیت له دنیا څخه د دغه رژيم د زوال امیدونه په چټکۍ سره نور هم پسې زیاتوي .

د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم هم په تیرو ورځو کښې د فلسطین د غزې تړانګې او د لبنان د مقاومت ترمینځ د غږملتیا په هکله وویل د ایران د اسلامي جمهوریت ، د حزب الله غورځنګ او د فلسطین د مقاومت د ملګرتیا سویه ډیره لوړه ده او مونږ په حزب الله کښې تل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د وروستي تیري په شان له جنګونو سره مقابلې ته تیار یوو .