د فلسطین کورواکه تشکیلات باید میداني مبارزه وکړي
صفا خبري اژانس وايي د فلسطین د ازادۍ لپاره جبهه ډیموکراټیک غورځنګ ټینګار وکړ کورواکه تشکیلات له صهیونیسټ رژیم سره د شخړې د حل کولو لپاره د نوي سیاسی بهیر د پیلولو په امکان باندې د تکیې کولو پرځاې باید د میدانی مبارزې په دوام باندې تکیې کولو سره صهیونیسټانو ته ځواب ورکړي .
د فلسطین د ازادۍ لپاره د جبهه ډیموکراټیک غورځنګ د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره د قدس د تورې(سیف القدس ) په نوم وروستي جنګ کښې د کورواکه تشکیلاتو په کړچار نیوکه وکړه او د فلسطین د سیاسي نظام د بیا رغونې لپاره د سمدستي ملي خبرو اترو د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
دغه غورځنګ د خپلې لیدتوګي په هکله د یوه (۱) ملي پلان د چمتو کولو خبر ورکړ او ډاګینه یې کړه له پراخې انتفاضې سره د مرستې او د ولسي پاڅون لپاره د سیاسي پوښښ د برابرولو په زمینه کښې د کورواکه تشکیلاتو سستۍ په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د څاروي ډوله تیري په لړ کښې ده .
د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین کورواکه تشکیلات له صهیونیسټ رژیم سره غږملتیا لري او فلسطیني ډلو په ځلونو د دغه کار د ختمیدا غوښتنه کړي ده .